چارواکو د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغې درېیمه) وویل، د چین او قرغیزستان ترمنځ په غرنۍ سیمه کې د ریختر په کچه اووه درجې زلزلې له امله لږ تر لږه درې کسان مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
دا زوروره زلزله په ځايي وخت د سهار دوه بجې د چین د سینکیانګ په سیمه کې د اکسو ښار د لویدیځ په ۱۴۰ کیلومترۍ کې د ۱۳ کیلومترو په ژوروالي کې ثبت شوې ده.
د چین سینهوا اژانس خبر ورکړی چې د اقچي په سیمه کې په لسګونو ودانۍ نړېدلي او په همدې سیمه کې تر دې دمه د درې کسانو د مړینې پخلی شوی دی.
د سه شنبې زلزله د چین په جنوب لویدیځ ژینشیونک سیمه کې د ځمکې ښویېدو له هغه پېښې یوه ورخ وروسته شوې چې لسګونه کسان پکې له خاورو لاندې شوي او لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې مړه شوي دي.
سینهوا خبر ورکړی، سیمه ایزو چارواکو د زلزلې مرکز ته د ژغورنې ډله استولې، په داسې حال کې چې شاوخوا ۸۰۰ کسان د هر ډول لوی ناورین سره د مرستې لپاره چمتو شوي دي.
د قزاقستان د روغتیا وزارت ویلي چې د زلزلې له امله د دغه هیواد ترټولو لوی ښار الماتې کې هم ۴۴ کسان ژوبل شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو په اساس، ددې زلزلې له مرکز څخه ۱۴۰۰ کیلومتره لیرې د هند په پایتخت نوي ډیلي کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
د دسمبر په میاشت کې د چین په شمال لویدیځ ګانسو ولایت کې په زلزله کې ۱۴۸ کسان مړه شول په زرګونو نور بې ځایه شول.
دا زلزله د چین په جنوب لویدیځ یون نان ولایت کې د ۲۰۱۴ کال د زلزلې راهیسې تر ټولو مرګونې زلزله وه. د ۲۰۱۴ کال په زلزله کې تر ۶۰۰ ډېر کسان مړه شوي وو.