په اوکراین کې چارواکي وايي د روسیې په تازه بریدونو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او لوی مالي زیانونه هم اوښتي دی.
د جمعې شپه (نومبر۲۰) په اوکراین باندې د روسیې د توغندیو، میزایلو او ډرون الوتکو د بریدونو یوه بله سخته شپه وه.
د کیف ښاروال ویټالي کلچکو وايي د روسیې په دغو بریدونو کې د ښار درې مهم او ستراتېژیک پلونه په نښه شوي دي.
دغه درې پلونه د مرکز کیف بېلا بېلې برخې له یو بل سره نښلوي او د ترانسپورت او تګ راتګ لپاره مهم بلل کېږي.
ښاروال وايي په بریدونو کې د مالي زیانونو ترڅنګ لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي هم دي.
څو ورځې مخکې اوکرایني ځواکونو د روسیې له لوري په اشغال شوې کریمیه کې یو پل په توغندیو ویشتی و چې د اورګاډي پټلۍ زیانمنه شوه او تګ راتګ ټکنی شو.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو د دغه برید غچ به اخلي.
د اوکراین چارواکي وايي روسیې د جمعې په شپه ۸۴ کروز توغندي، بې شمېره بالستیک میزایل او شاوخوا ۴۰۰ بې پیلوټه الوتکو بریدونه پرې کړې.
په همدې حال، پولنډ روسیه تورنه کړې چې په دغو بریدونو کې یې د هغه هېواد هوايي حریم زیانمن کړی دی. د پولنډ صدراعظم ډونالډ تسک وايي چې د روسیې د توغندیو ځېنې ټوټې په پولنډ کې هم غورځېدلې او دا یو پاروونکی او قصدي عمل دی.
د پولنډ صدراعظم ډونالډ تسک وايي: «داسې ښکاري چې له یو پاروونکي عمدي عمل سره مخامخ یو. دا تصادف نه دی چې دا ټوټې او پرچې هغې سیمې ته نژدې غورځېږي،چې د پولنډ د ځواکونو په حمایت په کې د رضاکاره ایتلاف پوځي تمرینونه روان دي او د اړوندو هېوادونو د دفاع یو شمېر وزیران یې لیدو ته ځي...»
بل لوري ته، د جرمني چانسلر فریډریک مرز له اوکراین سره مالي مرسته او پانګوونه په هغه هېواد کې د فساد سره په مبارزې پورې تړلې وبللې.
نوموړي چې په برلین کې په یوې غونډې کې د اوکراین په اړه خبرې کولې وویل چې دا اصلاحات له اوکراین سره د لویدیځ د اوږده مهاله مرستې لپاره مهمې دي.
د جرمني چانسلر فریدریش مرز وویل: «زه به دا په څرګنده ووایم چې د قانون تطبیق او د فساد په ضد مبارزه د نورو مالي مرستو او پانګوونې لپاره لومړی اقدام دی. دا همدغه رازد اروپا په لوري د اوکراین لپاره اغیزناک ګام دي...»
د اوکراین په اړه داسې پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي، چې متحدو ایالتونو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې هلې ځلې چټکې کړې دي او ولسمشر ټرمپ چین ته د خپل سفر په مهال ویلي وو چې د چین او روسیې له ولسمشرانو سره به د اوکراین په اړه هم خبرې وکړې.