هلمند کې پر ۲۱۵ میوند قول اردو وسله وال ډله ییز برید

افغان چارواکي‌ وايي تېره شپه شااوخوا دوې بجې یو شمیر وسله وال چې پوځي یونیفورم یې په تن و په هلمند کې پر ښوراب پوځي اډې چې د هلمند ۲۱۵ میوند قول اردو هم پکې موقعیت لری برید کړی دی.

د یاد برید په اړه تر دا مهاله بېلابېلا راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت نن جمعه برید تائید کړ او رسنیو ته په یوې لېږل شوې اعلامیه کې وویل چې ۱۲ تنو وسله والو د شپې دوې بجې پر ښوراب پوځي اډه یو پېچلی برید کړی دی.

دفاع وزارت وویل چې په دغه برید کې ۴ بریدګر وژل شوي خو زیاته کړې ده چې پاتې بریدګر د افغان سرتېرو لخوا محاصره شوي او جګړه لا هم دوام لري.

دفاع وزارت همدارنګه ویلي و چې جګړه کې تلفات اوښتي خو کره شمیر یې نه و ښودلی.

خو په سیمه کې یو شمېر امنیتي سرچینې بیا وايي چې په دغه برید کې د ګارنېزون د قومندان ډګرول معراج په ګډون ۱۹ افغان سرتېري وژل شوي‌ او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه سرچینې بیا له امریکا غږ سره خبرو کې د حمله کوونکو شمیر ۷ تنه ښودلی او زیاته کړې وه چې د اوه واړو په وژلو سره برید پای ته رسېدلی دی.

پر همدې مهال د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر بیا د حمله کوونکو شمیر ۹ تنه ښودلی دی او زیاته کړې ده چې ټول افغان سرتېرو لخوا وژل شوي دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر په دغه برید کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د ګارنېزیون د قوماندان ډګروال معراج د وژلو اوازې هم رد کړې.

خو د ورځې په وروستیو کې یوې بلې امنیتي‌ سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل چې په هلمند کې پر ښوراب پوځي اډه او د ميوند پر قول اودو د وسله والو برید دوام لري او زیاته یې کړه چې وسله والو د پوځ بې وسلې سرتېري يرغمل کړي دي.

دغه سرچینه چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي وويل چې د وسله والو بريد کونکو شمېر تر رسمي اعلان شويو شمېرو زيات دی.

سرچينه زياته وي چي د ځانمرګو او وسله والو شمېر تر ۱۵ تنو هم اوړي.

افغان سرتېري

سرچینه دغه راز وايي چې په بريد کې د ملي اوردو د وژل شويو سرتېرو شمېر هم تر ۲۵ تنو اوښتی او زيات تلفات په طعام خانه، د وسايطو د ترميم په ورکشاپ او نظام قره ول کې اوښتي چې د پوځ په يونيفورم سمبال وسله والو بريد کوونکو پرې ډزي کړي.

له بل پلوه وسله والو د ملي اوردو يو شمېر هغه سرتيري چې وسلې ورسره نه وې او د جمعې د ورځي رخصتي ته يې تياری نيوه هم وسله والو بريد کوونکو يرغمل کړي دي.

سرچینه وايي، باران او طوفاني هوا د تصفيې عمليات ستونزمن کړي، خو د کمانډو ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې د پاتې وسله والو د ختمولو او د پوځ د يرغمل شويو سرتېرو د خلاصون هڅه کوي.

دا پر ښوراب پوځي اډه د وسله والو طالبانو دوهم ډله ییز برید دی، طالبانو‌ په ۱۳۹۳ کال کې پر دغه اډه ډله ییز برید کړی و.

د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومنداني په ښوراب پوځي اډه کې ده چې د هلمند او نیمروز ولایتونو د امنیت مسئولیت په غاړه لري.

ښوراب د هلمند په شمال کې د واشېر ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د کندهار – هرات پر لویه لار موقعیت لري.

افغان چارواکو ویلي چې کمانډو ځواکونه د برمته شوو سرتېرو د ژغرولو هڅې کوي.

بلي خواته وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په یوه لیږل شوي بیان کې د یاد برید مسئولیت په غاړه اخیستی او زیاته کړې يې ده چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې.

طالبانو ویلي چې د دوی کسان لا هم جګړه کوي.

وسله وال طالبان پر داسې مهال دغه برید کوي چې په دې وروستیو کې د سولې هڅې زیاتي شوي او په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې اړوند پنځم پړاو مذاکرات دوام لري.