د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې کاندید عبدالجبار قهرمان ووژل شو


عبدالجبار قهرمان د ولسي جرګې د اولسمې دورې غړی وو او راتلونکو پارلماني ټاکنو ته یې هم له هلمند ولایت څخه ځان کاندید کړی وو.
عبدالجبار قهرمان د ولسي جرګې د اولسمې دورې غړی وو او راتلونکو پارلماني ټاکنو ته یې هم له هلمند ولایت څخه ځان کاندید کړی وو.

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې نن سهار ۹:۳۰ بجې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې، ولسي جرګې ته کاندید د عبدالجبار قهرمان د انتخاباتي کمپاین په دفتر کې چاودنه شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک امریکا غږ آشنا ته وویل، عبدالجبار قهرمان په چاودنه کې وژل شوی دی او څلور تنه نور ټپیان دي "له ډیره بده مرغه چې قهرمان صاحب هم په دغه پیښه کې شهید شوی دی".

وسله‌والو طالبانو د برید مسولیت منلی. د دغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي په یو لنډ پيغام کې ویلي، چې عبدالجبار قهرمان له خپلو دریو مشاورینو سره په "تکتیکي انفجار" کې وژل شوی او ۶ تنه ساتونکي یې ټپیان دي.

هلمند کې د ایمرجنسي روغتون یو موظف ډاکټر امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دوه جسدونه او اوه ټپیان د پېښې له ځای څخه دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

د هلمند د پولیسو ویاند عبدالسلام افغان وايي، د چاودنې ځای ته د امنیتي ځواکونو عملیاتي ډله رسیدلې ده او د پیښې څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د ښاغلي قهرمان ټاکنیز دفتر د هلمند د والي د استوګنځي په څنګ کې موقعیت لري.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د کاندید عبدالجبار قهرمان پر انتخاباتي دفتر برید غندلی او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي "د افغانستان دښمنانو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې نن د ولسی جرګې د نوماند عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر د تروریستي برید په پایله کې قهرمان شهید او یو شمېر هېوادوال ټپیان کړل".

ښاغلي غني عبدالجبار قهرمان د افغانستان "صادق او زړور بچی" بللی چې پر وینا یې نوموړي تل د دغه هېواد د آبادۍ او د ولس د سوکالۍ ملي فکر درلود او په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کولې.

افغان ولسمشر ویلي "چې تروریستان او د دوی ملاتړي د وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره د ټاکنو په سوله‌ییز، ملي او ولسواک بهیر زموږ د خلکو باور نه شی کمزوری کولی".

ښاغلي غني امنیتي مسوولینو ته د عبدالجبار قهرمان د ټاکنیز کمپاین په دفتر کې د چاودنې په اړه د هر اړخیزې څېړنې او د پېښې عاملینو ته د سزا ورکولو لارښونه کړې ده.

ښاغلي غني دغه راز د انتخاباتي کمپاینونو د غونډو د امنیت په تامینولو ټینګار کړی دی.

دا په هلمند کې ولسي جرګې ته پر نوماندانو دوهم برید دی. یوه اونۍ مخکې د صالح محمد اڅکزي پر ټاکنیز دفتر هم ځانمرګي برید وشو، چې نوموړی په کې ووژل شو.

عبدالجبار قهرمان په تېره دوره کې هم د ولسي جرګې غړی وو او دا ځل يې بیا له هلمند څخه ولسي جرګې ته د لار موندلو لپاره ځان نوماند کړی وو.

قهرمان دوه کاله وړاندې هلمند ته د ولسمشر غني له لوري د ځانګړي استازي په توګه هم ټاکل شوی وو، چې به دغه ولایت کې یې د حکومتي قواوو د همږغۍ مسئولیت په غاړه درلود.

دغه راز نوموړي د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله د وطن ګوند هم بیرته له سره له عدليې وزارت سره ثبت کړی وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG