سویډن کې افغانانو د اتڼ د زده کړې کورس پیل کړی

یو شمېر افغانانو د سویډن په مالمو ښار کې د اتڼ د زده کړې روزنیز پروګرام پیل کړی دی. ددې پروګرام تنظیموونکي د خپل کار موخه د افغانستان کلتوري ارزښتونه ژوندي ساتل ګڼي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ساز او موسیقي منع شو‎ې، خو د افغانستان بیرون افغانانو هڅه پیل کړې چې د افغانستان ځینې فرهنګي اساسات ژوندي وساتي.

په مالمو ښار کې د اټن د زده کړې د کورس تنظیموونکی محب نیازمند وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو ورته ددغه کورس د پرانیستلو فکر پیدا شو.

ښاغلي نیازمند وویل: "اتڼ زموږ کلتوري ارزښت او د یووالي او پیوستون نښه ده. ددې کلتور او زموږ د ارزښتونو د ژوندي ساتلو او ملاتړ دپاره، موږ د اتڼ د زده کړې پروګرام پیل کړی دی."

د اتڼ دودیزه نڅا له پیړیو راهیسې په افغانستان کې دود ده. مختلفې سیمې د اتڼ خپل ډول او انداز لري او په ملي مراسمو، مېلو او خوښیو کې تر سره کیږي.

د اتڼ زده کړه د هغو افغان ځوانانو دپاره چې له افغانستان څخه بهر لوی شوي، په زړه پورې ده. اکبر یوسفزي د خپل ژوند ډیر کلونه په سویډن کې تېر کړي او له څه مودې راهیسې یې د اتڼ زده کړه پیل کړې ده .

هغه وویل: "غواړم اتڼ ددې دپاره زده کړم چې دا زموږ د کلتور برخه ده. کله چې زما بهرني ملګري د خپلو هیوادونو او خپلو کلتورونو په اړه خبرې کوي، موږ هم هڅیږو چې د خپل کلتور په اړه زده کړه وکړو."

اتڼ د افغانانو نارینه او ښځو تر منځ ډیر مینه وال لري. کلام مومند له ډېرو کلونو راهیسې له خپل وطن څخه لیرې دی. هغه په سوېډن کې د اتڼ د زده کړې په پروګرام کې برخه اخیستې او وايي هېله لري چې دغه کلتور ژوندی پاتې شي او د افغانستان راتلونکو نسلونو ته ولیږدیږي.

هغه وویل: "که څه هم موږ سپینې ږیرې شوو، خو غواړم اتڼ زده کړم او له دې سره غواړم ځوانان وهڅوم. کله چې زه میدان ته راځم نو ځوانان هم ورسره هڅیږي."