د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکوي چې د اسټرالیا حکومت د خپلو بندیزونو په مقرراتو کې د اصلاحاتو وړاندیز کړی چې له مخې به یې په افغان طالبانو نوي بندیزونه ولګوي.
دا تعدیلات د اسټرالیا حکومت ته اجازه ورکوي چې په هغو اشخاصو او ادارو مستقیم او هدفمند بندیزونه او د سفر بندیزونه ولګوي چې په افغانستان کې یې د ښځو، نجونو، او قومي او مذهبي لږکیو په ځپلو کې رول لوبولی دی.
د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د طالبانو په وړاندې وړاندیز شوي بندیزونه د طالبانو د چارواکو او نورو هغو کسانو د حساب ورکولو په لور یو مهم ګام دی چې د بشري حقونو په وروستیو سرغړونو کې مسؤل دي.
د بشري حقونو د څار ادارې د اسټرالیا د دفتر مشرې، دانیلا ګاوشان وویل: "دا خورا مهمه ده چې د اسټرالیا حکومت د هغو طالب مشرانو په وړاندې اقدام وکړي چې په افغانستان کې پر ښځو، نجونو او د نورو بشري حقونو په سرغړونو تورن دي."
ګاوشان وویل چې دا اصلاحات به اسټرالیا ته اجازه ورکړي چې د هغو هیوادونو په فهرست کې شامل شي چې دمخه یې د طالبانو د "پراخ او سیستماتیک ځپلو" پر وړاندې اقدام کړی دی.
وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، په افغانو ښځو او نجونو یې سخت محدودیتونه لګولي دي، نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محروم کړي، په ښځو یې کاري محدودیتونه لګولي اوله ګڼ شمېر ټولنیزو او مدني حقونو او آزادیو څخه محرومې کړې دي.
طالبانو د نړیوالو نیوکو په ځواب کې، د ښځو د حقونو او آزادیو په اړه خپل سخت چلند د افغانانو د کلتور او اسلامي قانون پر بنسټ دریځ بیان کړی دی، او دا یې د "افغانستان داخلي موضوع" بللې ده.
په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان وایي چې طالبانو د افغانستان د نجونو او ښځو ژوند " د نه زغملو حالت" سره مخ کړی دی.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ ( د لړم ۲۱مه) په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې ښځې او نجونې تقریبا د ژوند له ټولو چارو ګوښه کړای شوي دي او په سیستماتیک ډول یې حقونه تر پښو لاندې شوې دي.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دغه کار روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم محدود کړی دی.
د بشري حقونو ډلې وویل چې نړۍ باید "د افغانستان د زړورو ښځو او نجونو سره د پیوستون په موخه د دوی ملاتړ وکړي" ترڅو د دوی له حقونو دفاع وکړي او د طالبانو چارواکي مسؤل وګڼي.
ملګرو ملتونو د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړې، کار او ازادیو په حقونو محدودیتونه د "جنسیتي اپارتایت" یوه بیلګه بللې ده.