په جنګي جنایتونو تورن؛ اسټرالیايي رابرت سمېټ د بې ګناهۍ ادعا کړې

د اسټرالیا یو پخوانی سرتېري بن رابرت سمېټ چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په ترسره کولو تورن دی ویلي چې په محکمه کې به خپله بې ګناهي ثابته کړي.

د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو دغه پخواني سرتيري په افغانستان کې د ملکي خلکو د وژلو په تور د روان میلادي کال د اپرېل په اوومه نېټه د اسټرالیا د پولیسو لخوا د سیډني په هوايي ډګر کې ونیول شو. دی د جمعې په ورځ د [اپرېل ۱۷مه] د ضمانت په قید له زندان نه خوشي شو.

د بخښنې نړیوال سازمان د پولیسو لخوا د رابرت سمېت نیول کېدل ستایلي او دغه اقدام یې "د نړیوال عدالت په لوري مهم ګام" بللی دی.

رابرت سمېټ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۹مه] له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته، په افغانستان کې د ملکيانو د وژلو په تړاو لګیدلي تورونه رد کړي او ویلي چې ده هېڅکله نه غوښتل په محکمه کې پدې تړاو تورن وپېژندل شي.

رابرت سمېټ زیاته کړې چې "بلاخره به په محکمه کې خپله بې ګناهي" ثابته کړي.

۴۷ کلن رابرت سمېت پدې تورن دی چې په افغانستان کې یې د خپل پوځي ماموریت پر مهال [۲۰۰۹-۲۰۱۲] پنځه ملکي افغانان وژلي دي.

رابرت سمېټ زیاته کړې: "کله چې په [افغانستان] کې وم، تل مې د ارزښتونو، روزنو او جنګي قوانینو له مخې عمل کړی دی. همدارنګه غواړم ووایم په ټولو هغو نارینه وو او ښځو ویاړم چې ما سره يي یوځای په افغانستان کې خدمت کړی. د هغوي خدمت او سرښېندنې باید هېڅکله هېرې نه شي په ځانګړې توګه د هغو چې خپل ژوند بایللی دی."

رابرت سمېټ په افغانستان کې د خپلو پوځي خدمتونو په ویاړ په ۲۰۱۰ کال کې د اسټرالیا تر ټولو عالي پوځي نښان ترلاسه کړ او د خپل هېواد په یو ډېر "ویاړلي" سرتیري بدل شو. ده ویلي چې اوس هم په افغانستان کې د خپل ماموریت په سرته رسولو ویاړي او ټول کارونه یې د "جنګي قوانینو په چوکاټ" کې ترسره کړي دي.