د اسټرالیا پارلمان د افغانستان د خلکو لپاره د دوستۍ نوې ډله جوړه کړه

د استرالیا پارلمان د افغانستان د خلکو د پارلماني دوستانو په نوم یوه نوې ډله جوړه کړې چې هدف یې د افغانستان او سیمې د روان بشري او اقتصادي بحران په اړه د پارلمان غړو، مدافع بنسټونو او اغېزمنو ټولنو ترمنځ د خبرو او همغږۍ لپاره یو بې پرې چوکاټ برابرول دي.

د دغې ډلې په اعلامیه کې ویل شوي چې د استرالیا د پارلمان غړي به د کډوالو، بشري حقونو، د ښځو او نجونو د حقونو او نړیوالو اړیکو په برخو کې له فعالو بنسټونو سره پر هغو موضوعاتو بحث کوي چې د افغانستان او سیمې پر خلکو اغېز لري.

اعلامیه زیاتوي چې دغه مدافع بنسټونه د زیانمنو شویو ټولنو د غږ په پورته کولو، د ساتنې او اساسي خدمتونو د لاسرسي په پراخولو او همدارنګه د افغانستان لپاره د دوامدار نړیوال ملاتړ او حساب ورکونې په غوښتنه کې مهم رول لري.

د ډلې غړو ټینګار کړی چې د افغانستان بشري وضعیت لا هم د نړیوالې پاملرنې او همغږو هڅو ته اړتیا لري او باید د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او کډوالو ستونزې د نړیوالو بحثونو یوه مهمه برخه شي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې د دغه نوښت هرکلی کړی او د سفارت په وینا، دغه ډله به د افغانستان د خلکو د وضعیت په اړه د پوهاوي په لوړولو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.