د استرالیا یو پخوانی سرتېری په افغانستان کې په جنګي جرم تورن او نیول شوی

د اسټرالیا فدرالي پولیسو د سه شنبې په ورځ (اپریل اوومه) د دغه هیواد یو پخوانی سرتیری بن رابرټس سمیت په افغانستان کې د پوځي ماموریت په وخت په جنګي جنایتونه تورن بللی او نیولی یې دی.

د اسټرالیا فدرالي پولیس وايي چې بن رابرټس سمیت د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ د پنځو ملکي کسانو د وژنې په پنځو جنګي تورونو تورن شوی دی. را پورونه وايي چې د اسټرالیا پوځ دغه پخوانی سرتیری ۴۷ کلن دی او د سیډني په هوايي ډګر کې نیول شوی. د اسټرالیا فدرالي پولیس زیاتوي چې بن رابرټس سمیت ضمانت رد شوی او نوموړی به د اپریل په اتمه د چهارشنبه په ورځ محکمې ته وړا ندې شي.

تر دې وړاندې د اسټرالیا یو قاضي حکم کړی و چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د شتون په مهال بن رابرټس سمیت په غیرقانوني توګه افغان بندیان وژلي او نور جنګي جنایتونه یې کړي دي.

د قاضي په وینا، سمټ، چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د خپل خدمت لپاره د اسټرالیا تر ټولو لوړه پوځي جایزه ترلاسه کړې، " د جګړي په مهال له قانوني اخلاقو او اصولو څخه سرغړونه کړې" او په خپل چلند یې اسټرالیا شرمولې ده. محکمه وايي چې د پوځ لخوا د افغان سرتیرو او ملکي وګړو د ځوروونې تورونه رښتیا دي.

رابرټس سمیت پخوا دا ډول تورونه رد کړي او د هغه وکیلانو ویلي وو چې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو ځینو سرتیرو د کینې له امله د هغه پر وړاندې دسیسه جوړه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د رابرټس نیول "د نړیوال عدالت په لور یو مهم ګام" بللی. دغه سازمان په افغانستان کې بن رابرټس سمیت اعمالو ته په اشارې سره ویلي چې " دا ډول کړنې د جینوا کنوانسیونونو، د نړیوالې جنایي محکمې منشور او د دودیزو نړیوال حقوقو له مخې د ساتل شویو کسانو د وژلو د ممانعت څخه سرغړونه ګڼل کیږي".

اسټرالیا په افغانستان کې د ناټو ځواک د شتون په مهال نږدې ۳۹۰۰۰ سرتیري دغه هیواد ته استولي وو چې په کې ۴۱ اسټرالیایي سرتیري وژل شوي هم دي.