ټولنیزې شبکې او د بدخشان د غره ښویېدنې پېښه

په بدخشان کې د غره ښویېدنې پېښه

د فیسبوک پر ټولنیزې شبکې چې نن سبا په افغانستان کې نژدې هر تعلیم یافته او انټرنیټ ته لاسرسي لرونکي یې کاروي، د بدخشان پېښه په پراخ ډول یاده شوې او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده شوې ده .

د افغانستان ځوان او وتلي سندغاړي شفیق مرید پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي ( بدخشانه له تاسره یو. )

ښاغلي مرید د پېښې یوه ویډیو هم خپره کړې او پر ټولو افغانانو یې غږ کړی چې د غره ښویېدنې له قربانیانو سره تر خپلې وسې مرسته وکړي .

د مېږې ډلې په نامه چې د ځوان افغان سندرغاړو یوه ډله، د یوې دردونکې سندرې له لارې د بدخشان پر پېښې خواشينې کړې او پر ټولو هېوادوالو یې غږ کړی چې د قربانیانو د کورنیو لاسنیوی وکړي .

ذبیح الله خروش بیا د بدخشان پېښې ته په کتو خپل رب ته شکایت کړی چې ( ځان وژونکي برېدونه، بمبارۍ او نورې پېښې کمې وې چې اوس طبیعت هم د افغانانو وژلو او مړه کولو ته مخه وکړه. )

د اشرف حبیبزي په نامه یو بل تن پر خپل فیسبوک په غټو تورو او سره رنګ لیکلي:

( بدخشانه په غم کې دې شریک یو .)

لسګونو نورو افغانانو هم پر خپلو فیسبوک پاڼو ورته پیغام شریک کړی دی .


میرویس امرخیل لیکلي ( د بدخشان پېښه یو ملي ناورین او ماتم بللی دی . )

ادم خان سیرت او زهیر بیا وايي چې د بدخشان د غره ښویېدنې له قربانیانو سره د مرستو ټولولو یوه لړۍ پیل کړې ده .

د افغان وهاج په نامه یو تن پر خپل فیسبوک پاڼې پر ځینو افغان تلویزونو او راډیوګانو نیوکه کړې چې، د بدخشان له پېښې وروسته یې هم سندرې او نور تفریحي پروګرامونه خپروي.

احمدشجاع بیا پر خپل ټویټر هغه افغان ځوانان ستایلي چې د بدخشان پېښې له قربانیانو سره د مرستو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي .

د حارث په نامه بل افغان پر خپل ټویټر لیکلي،( په پېښه کې یوه جوړه چې تر غره ښویېدنې یوه ورځ مخکې یې واده وکړه، هم مړه شوې ده. )