"په بدخشان کې کار او ژوند ښه شوی "

د ختیځو او مرکزي ولایتونو یوشمېر خلک د بدخشان په مرکز کې کاروبار کوي، دوی وايي چې واړه کاروبارونه یې پیل کړي وو خو اوس یې سوداګري پراخه شوې ده.

دغه تجاران وايي چې بدخشان د تجارت لپاره ښه ځای دی، ځکه د دې ځای خلک نورو ولایتونو ته د ورځنیو مزدوریو لپاره ځي او لوی کاروبارونه نه‌لري.

د پروان د قره باغ اوسېدونکی نادر خان چې فیض اباد ته د کاروبار لپاره راغلی وايي چې له تېرو دوه کالو راپه دېخوا یې دلته کاروبار پيل کړی.

د ننګرهار یو تن اوسېدونکی چې په فیض اباد کې د لیلامي ګرمو جامو دوکان لري وايي چې په تجارتي اړخ کې یې ډیرې ستونزې ګاللي خو بیا هم دوي په فیض اباد کې کاروبار کوي.

بدخشان

بدخشان ته هغه وخت د نورو ولایتونو د خلکو تګ راتګ زیات شو کله چې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي لګښت دغه ولایت ته غځېدلی سړک قیر شو.

د فیض اباد یو تن اوسېدونکی عبدالقدیر صفا وايي چې د ختیځو لایتونو زیات خلک دلته له هغې وروسته چې سړک قیر شو د کاروبار لپاره راغلي دي.

له هغې وروسته چې د بدخشان – کشم تر منځ سړک قیر شو د فیض اباد له خارج کندوز، ننګرهار او لغمان خلک راغلي او دلته یې کاروبار پیل کړی دی، چې اوس ښه کاروبار لري.

د فیض اباد پخوانی ښار په تېرو څو کالو کې ونړول شو سړکونه یې پراخ شول او نوې لوړ پوړې ودانۍ په کې جوړې شوې.

د بدخشان کشم

اوس د فیض اباد سرکونه قیر دي، خو د ښار ګډوډي یې د پخوا په څیر په خپل حال پاتي ده، فیض اباد کې اوس د مسافرو د اوسېدو لپاره هم ځایونه شته دی خو پخوا له نورو ځایونو څخه د راغلو خلکو لپاره په ښار کې د اوسېدو ستونزه موجود وه.