د بحرین پوځ: د ایران هوايي بریدونه مو شنډ کړي دي

بحرین د یکشنبې په ورځ [نومبر ۱۵مه] وویل چې د ایران د څو هوایي بریدونو مخه یې نیولې او تهران بیا وايي چې دوي په بحرین کې د امریکايي پوځیانو یوه اډه په نښه کړې ده.

د سپټمبر میاشتې راهیسې دا لومړي ځل دی چې د بحرین هوایي دفاعي ځواکونو د ایران بریدونه شنډ کړي دي.

د بحرین پوځ وویل چې دوي د ایران څو هوایي بریدونه مخکې له دې چې خپلو اهدافو ته ورسیږي، له منځه وړي دي.

بحرین، ایران تورن کړی ددغه هېواد پر وړاندې خپل "سیسټماتیک دښمنانه چلند" ته دوام ورکوي.

د ایران یوې انګلیسي ژبې خبري شبکې د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی چې د بحرین په یوې پوځي اډې کې د امریکا د رادار سیسټم په شپږو بې پیلوټو الوتکو ویشتل شوی دی.

په سعودي عربستان کې د متحدو ایالتونو سفارت د ګاونډیانو پر وړاندې د ایران بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

سفارت د یکشنبې په روځ په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل: "موږ د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو په شمول، د حوثیانو لخوا په یمن کې او د سعودي عربستان پر وړاندې د نه منلو وړ پرله پسې بریدونه په کلکو ټکو وغندل."

دوه ورځې وړاندې ایران وویل چې دوی په بحرین کې د امریکا د رادار پر یو مرکز برید کړی دی. د متحدو ایالتونو پوځ دا خبره رد کړه او ویې ویل چې دوه ایراني بې پیلوټه الوتکې یې پرته لدې چې کوم زیان پېښ کړي، له منځه وړي دي.

له بلې خوا، د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ترمنځ نښتې لاهم دوام لري. ائتلاف د یکشنبې په ورځ وویل چې د حوثیانو لخوا د سعودي د پلازمېنې ریاض په لوري دوه توغول شوي بالستیک توغندي یې شنډ کړي او د هېواد په ختیځه څنډه کې یې درې بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.

په یمن کې د ائتلاف له ملاتړ نه برخمن پوځیان چې د هغه هېواد د رسمي حکومت په استازیتوب جنګیږي، د خپلې لنډمهالې پلازمېنې عدن د ساتلو په موخه د باب المندب له تنګي څخه په شا شوي دي.

دغو ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي: "د سویل وسله وال ځواکونه اعلانوي چې د تعز ولایت لوېدیځ ته نږدې د دباب هوايي ډګر او باب المندب سیمې څخه د خپلو ځواکونو د بیا ځای پرځای کولو عملیات پیلوي."

حوثیانو یا سعودي عربستان تراوسه پدې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.