د بنګله دیش اسلامپال مشر په جنګې جنایاتو محکوم شو

د بنګله دیش د جماعت اسلامي د ګوند روحاني مشر غلام اعظم ۹۰ کلن دی.

په بنګله دیش کې محکمې د جماعت اسلامي د ګوند پخوانی مشر غلام اعظم په جنګي جنایاتو محکوم کړ.

د بنګلدیش په مرکز ډاکې کې د جنګي جنایاتو محکمې د دوشنبې په ورځ غلام اعظم په عمري بند محکوم کړ.

ښاغلی اعظم ۹۰ کلن دی. هغه د جماعت اسلامي د ګوند روحاني مشر ګنل کیږي.


محکمې د دوشنبې په ورځ هغه په دې مجرم وګانه چې په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دیش د خپلواکۍ په جګړې کې یې په جنګي جنایاتو کې لاس درلود. بنګله دیش په ۱۹۷۱ کال کې د پاکستان نه خپله خپلواکي وګټله.

د محکمې د فیصلې نه ورسته د بنګله دیش په بیلابیلو سیمو کې د ښاغلي اعظم د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې وشوي.