د هند په یوې محکمې کې د چاودنې په پيښه کې ۲ تنه وژل شوي

په چاودنې کې ۲ کسان وژل شوي او ۲ ټپي دي.

د هند د پنجاب ایالت د لدهیانه ښار د محکمې په ودانۍ کې په یوې زورورې چاودنې کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپي شویدي.

په ویډیوګانو او عکسونو کې چې په مطبوعاتو کې خپاره شوي، ښودل کیږي چې پولیس د چاودنې د ځای څخه مړي او ټپیان باسي او د خلکو څخه غواړي چې د محکمې د ودانۍ څخه دې ژر تر ژره ووځي.

د پولیسو یو افسر چې د پیښې په ځای کې یې مطبوعاتو ته معلومات ورکول، په چاودنې کې د ۲ کسانو د وژل کیدو او ۲ نورو ټپي کیدو خبر تائید کړی.

دغه افسر ویلي چې په چاودنې کې د محکمې دیوالونو ته زیان اوښتی او د ځینو ودانیو ښیښې هم ماتې شوي.

په همدې حال کې د پنجاب اعلی وزیر چرانجیت سینګ چاني د چاودنې په هکله د څیړنو اعلان کړی او ویلي یې دي چې ایالتي حکومت د تیار سۍ په حال کې دی.

ښاغلي چاني په ټویټر کې لیکلي چې "د ایالت خلکو ته ډاډ ورکوم چې مجرمین به همداسې پرې نښودل شي".

تر اوسه هیڅ کومې ډلې یا شخص د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو دا چاودنه پداسې وخت کې کیږي چې پدې ایالت کې د بل کال انتخاباتو لپاره جدي مبارزې روانې دي.

هندي مطبوعات وایي چې د څیړنو د ملي انسټیټوټ څیړونکي سیمې ته لیږل شوي چې د پیښې په هکله معلومات راټول کړي.