کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ۶ غړي وژلي

د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

دغه چاودنه نن سې شنبه د «غبرګولې پر ۲۲مه» د یادې ولسوالۍ په پانیزو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوليسو یوه ویاند څارمن قسیم ازاد امریکا غږ ته وويل چې د ملکي وګړو فیلډر موټر له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو چې له یوې امنیتي پوستې سره نږدې د سړک د غاړي ماین چاودنه پرې شوې.

ده وويل "په وژل شویو کسانو کې چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي دوه ماشوم هلکان، دوې ماشومې انجونې او دوه ځوانان شامل دي." د پېښې سیمه د کندهار هوايي ډګر ته په نږدې فاصله کې موقعیت لري.

ډنډ ولسوالي چې یو مهال د کندهار له امن سیمو څخه بلل کیده له تېرو ۳ میاشتو راهیسې پکښې امینتي پېښي زیاتي شوي دي.

په دغه سیمه کې درې ځله د هوايي ډګر پر ساتونکو نړیوالو عسکرو هم د ماین چاودنې شوي دي.

امنیتي مقامات وايي، چې د سړک د غاړې دغه ماین د دولت مخالفو وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی وو خو خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.