د پاکستان بمي برید کې د وژل شویو شمېر تر ۳۰ پورته ښودل شوی

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په یو اورګاډي کې د «ځانمرګي برید» له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰ هم پورته شول.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې په دې بریدکې ۲۴ تنه وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د پاکستاني مقاماتو له خولې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي دي، چې د وژل شویو شمېر تر ۳۰ هم پورته دی. د پاکستان حکومتي او پوځي مقاماتو لا د تلفاتو دقیق ارقام نه دي خپاره کړي.

د پاکستان امنیتي مسئولینو رسنیو ته ویلي دي چې په دغه برید کې ۷۰ نور ژوبل شوي دي. برید د یکشنبې په ورځ د کوټې په ښار کې شوی.

په اسلام اباد کې د متحدو ایالتونو سفارت دا برید غندلی دی. د سفارت په رسمي ایکس حساب کې لیکل شوي دي: «موږ د وژل شویو او ژوبل شویو له کورنیو او عزیزانو غمرازي کوو. د پاکستان خلک د دې وړ دي چې د ترهګرۍ د خشونت له ګواښونو څخه په پاک امنیت او سولې کې ژوند وکړي.»

چارواکي وايي چې برید د یکشنبې په ورځ (مې ۲۴مه) د بلوچستان په کوټه کې پر یوه ریل ګاډي چې د پاکستان امنیتي مامورین او د هغوي کورنۍ یې لېږدولې، شوی دی.

د 'بلوڅو ازادي غوښتونکي غورځنګ' چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله بلل کېږي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې دا یو ځانمرګی برید و.

د پېښې یو عیني شاهد، محمد خان وویل چې کله چاودنه وشوه نو دی د ریل ګاډي له پټلۍ څخه یوازې څو ګامه لېرې و او باور نشي کولی چې څنګه لدې پېښې روغ رمټ راوتلی دی.

بلوچستان کې چې د کانونو د درلودلو له کبله یوه بډایه سیمه بلل کېږي او له ایران او افغانستان سره پوله لري، ډېر وختونه پر ریل ګاډو، امنیتي ځواکونو او نورو زیربناوو بریدونه کېږي. پاکستان په دې ځای کې د مرګونو بریدونو نه وروسته، د وسله والو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.

د بلوچستان اعلي وزیر سرفراز بګټي په خپلې اېکس پاڼې د کوټې په چمن پاټک سیمه کې برید غندلی او لیکلي چې"د فتنه الهندوستان ترهګر د بې ګناه ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو په نښه کولو سره خپل وحشت ثابتوي."

پاکستاني چارواکي بلوڅو بېلتون غوښتونکو ته د "فتنه الهندوستان" اصطلاح کاروي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا برید غندلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې د «ملکی وګړو مرګ ژوبله که د هر چا لخوا او په هر شکل وي؛ د غندني وړ» ده.

طالبانو پداسې حال کې دا برید غندلی چې پاکستان د افغان طالبانو حکومت تورنوي، چې په افغانستان کې یې د پاکستان د حکومت ضد وسله والو ته پناه ورکړې خو د افغان طالبانو حکومت تل دا تورونه ردوي او وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي، د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اېکس پاڼې کې د یو پیغام په خپرولو سره برید غندلی او دا یې یوه "فجیعه بمي چاودنه" بللې ده. شریف د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي چې ملت د بلوچستان له خلکو سره ولاړ دی.