د بلومبرګ د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو حکومت چمتووالی نیسي چې په راتلونکو اونیو کې یو شمېر افغان کډوال د دې هېواد د کډوالۍ ادارې د توقیف له مرکزونو څخه پاکستان ته ولیږدوي.
په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړې ادارې «افغان ایواک»، بلومبرګ ته ویلي چې په دې کسانو کې د هغو افغان وګړو خپلوان هم شامل دي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه دا راپورونه تائید کړي او نه یې رد کړي چې ګواکې افغانان به د امریکا د کډوالۍ ادارې له توقیف ځایونو څخه پاکستان ته ولېږدول شي.
دغه وزارت د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «موږ یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار کوو چې ټول هېوادونه باید وتوانېږي خپل سرحدونه او د کډوالۍ بهیرونه داسې مدیریت کړي چې د خپلو اتباعو خوندیتوب، امنیت او هوساینه تضمین کړي.»
افغان ایواک ویلي چې ټاکل شوې د افغان پناه غوښتونکو یوه چارټر الوتکه د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د امریکا د لویزیانا ایالت څخه الوتنه وکړي، خو دا یې نه ده چرګنده کړې چې دا الوتکه کوم ځای ته ځي.
دې ادارې زیاته کړې چې د امریکا د حکومت له داخلي سرچینو څخه یې داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښايي پاکستان د لنډمهالي تم ځای په توګه وکارول شي او وروسته دغه افغانان افغانستان ته ستانه کړل شي.
پاکستان له څو کلونو راهیسې میلیونونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. ډیری دغه کډوال په جبري ډول ایستل شوي دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي هغه کډوال چې په غیرقانوني ډول متحدو ایالتونو ته داخل شوي، درېیمو هېوادونو ته واستوي. د همدې پالیسۍ له مخې، یو شمېر افغانان له دې وړاندې هم له امریکا څخه نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
افغان ایواک بلومبرګ ته ویلي چې تېره اوونۍ لږ تر لږه ل۱۰ افغان اتباع او د اګست په میاشت کې ۱۲ نور افغان پناه غوښتونکي له متحدو ایالتونو څخه د مرکزي افریقا جمهوریت ته انتقال شوي وو.
تر دې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې، مرکزي افریقا جمهوریت ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد په اړه ویلي وو: «د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د پالیسیو پلي کول د بهرنیو چارو وزارت اساسي لومړیتوب دی. د غیرقانوني او ډله ایزې کډوالۍ د مخنیوي او د امریکا د پولو د امنیت د پیاوړتیا لپاره زموږ ژمنتیا نه ماتېدونکې ده.»
ملګرو ملتونو په مکرر ډول ټینګار کړی چې افغانستان ته د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو لپاره چې هېواد ته له ستنېدو سره سم د طالبانو له لوري د تعقیب او غچ اخیستنې له خطر سره مخ کېدای شي.