د بریکس ډلې غړو هېوادونو د یوې مشترکې اعلامیې په تصویبولو سره په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه خپله "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې او د ډیر زغم غوښتنه یې کړې ده.
دا دوه ورځنۍ غونډه چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۲مه) ترسره شوه همدارنګه د "څو اړخیزې تګلارې" څخه چې ملي لید لورو ته دروناي کوي، ملاتړ وکړ.
د بریکس غړو هېوادونو مشران په نوي ډيلي کې د سوداګرۍ، پانګونې او نړیوالو نښتو په محوریت سره غونډه وکړه، ځکه دا بلاک د مخ پر ودې هیوادونو لپاره د نړیوالې اجنډا په جوړولو کې د لوی رول په لټه کې دی.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بریکس د اتو نورو غړو هیوادونو د مشرانو کوربه توب کوي.
په زرګونه پولیس او نیمه نظامي ځواکونه د اجلاس د ځای او د نوي ډيلي په نورو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.
د بریکس ډلي د غړو هېوادونو د مشرانو د کلنۍ غونډې لومړۍ ورځ په داسې وخت کې ترسره کېږي چې متحده ایالات او ایران د اګست په میاشت کې له جګړې کې له یوې وقفې وروسته، د یو بل پر وړاندې بیا متقابل بریدونه پیل کړي دي.
د شنبې ورځې غونډه د مودي په وینا پیل شوې، کوم چې هڅه یې وکړه هغه اندېښنې کمې کړي چې ګواکې برېکس د لوېدیځ په مشرۍ اتحادونو سره د مقابلې لپاره جوړ شوی دی، په داسې حال کې چې دا ډله په نړیوالو چارو کې د پرمخ ودو اقتصادونو لپاره د غږ د درلودلو زمینه د مساعدیدو هڅه کوي.
مودي وویل: "بریکس د هیچا پر ضد نه دی" او زیاته کړه چې دا بلاک د "بلوغ" مرحلې ته رسېدلی دی، چې په کې د نړۍ جنوبي هیوادونه باید په نړیوال نظام کې "د قوانین په رامنځ ته کیدو کې " ونډه ولري.
د هند لومړي وزیر زیاته کړه: "وخت را رسېدلی چې په بریکس کې خپل یووالی او اجماع په ښکاره پایلو بدل کړو."
مودي همدارنګه د سمندري کارګرانو د خوندیتوب او هوساینې د پیاوړتیا لپاره د برېکس د سمندري ساتندویانو د یوې شبکې وړاندیز وکړ، په ځانګړې توګه چې په ایران کې د جګړې له امله د سمندري سوداګرۍ ګډوډي، د سمندري سوداګرۍ خطرونه د سمندري کارکوونکو لپاره زیات کړي دي.
بریکس په ۲۰۰۶ کال کې د برازیل، روسیې، هند او چین لخوا تاسیس شو او سویلي افریقا په ۲۰۱۰ کال کې ورسره یوځای شوه. له هغه وخت راهیسې ۱۱ غړو ته پراخ شوی، چې د نړۍ د نفوس شاوخوا نیمایي او د نړیوال اقتصادي تولید د پام وړ برخې استازیتوب کوي.
تمه کیږي چې مشران به د اقتصادي همکارۍ، انرژۍ، غذایي مصونیت، ټکنالوژۍ، د اکمالاتو او په نړیوالو بنسټونو کې د اصلاحاتو په اړه بحث وکړي.