بریتانیا، فرانسې او جرمني په اوکراین کې د روسیې د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا هڅې وستایلې

د اروپا زبر ځواکونو د اوکراین په ضد د روسیې د درې کلنې جګړې د ختمولو لپاره د متحدو ایالتونو د هڅو هرکلی کړی، متحدو ایالتونو ویلي چې د سولې په یو نوي پلان کار کوي او د جګړې له دخېلو غاړو سره هم پرې غږېدلی.

د جرمني د حکومت ویاند سټیفن کورنلیوس په یوې اعلامیې کې وویل چې د جرمني، فرانسې او بریتانیا مشرانو د جمعې په ورځ د اوکراین له ولسمشر سره په تیلیفوني خبرو کې د متحدو ایالتونو د دغو هڅو ملا وتړله.

هغه وویل چې د جرمني له چانسلر فریدریک میرز، د فرانسې له ولسمشر ایمانیول میکرون او د بریتانیا له صدراعظم کییر ستارمیر سره د زیلینسکي په خبرو کې څلورو مشرانو «د اوکراین د ملي حاکمیت په اړه د (امریکا) د تعهد او اوکراین ته د قوي امنیتي ضمانت ورکولو په اړه د امریکا د علاقې هرکلی وکړ.»

د جرمني د حکومت ویاند زیاته کړه چې میرز، میکرون او سټارمر همدغه راز یو ځل بیا «د دایمې او ثابتې سولې په لاره کې له اوکراین سره خپل بشپر حمایت څرګند» کړ.

نوموړي وویل چې د اروپا دغو دریو مشرانو د «اروپا او اوکراین د حیاتي ګټو» په ساتلو ټېنګار وکړ، چې د اوکراین او روسیې د جګړې لومړۍ کرښه د «هر ډول تفاهم لپاره د پيل ټکی وي او د اوکراین وسله وال ځواکونه د اوکراین د حاکمیت څخه د اغیزناک دفاع جوګه» وي.

د سپنیې ماڼۍ ویاندې کارولین لیووت تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او ځانګړي استازي سټیف ویتکاف «له یوې میاشتې راهېسې» د جګړې د دخېلو غاړو سره په مشورې د سولې په پلان کار کړی دی. هغې وویل چې پلان تر «تغیر پذیر» دی او خبرې روانې دي. متحدو ایالتونو د دغه پلان هېڅ شرایط نه دي څرګند کړي.

د جمعې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې حکومت یې «په دې کار کوي چې له شریکانو سره زموږ د روابطو په هرې کچې کې د اوکراین ملي ګټې په پام کې ونیول» شي.

هغه لیکلي دي: «اوس تقریبآ هر ساعت عملآ غونډې دي، تیلیفوني تماسونه او کارونه دي- هغه مقررات چې ممکن ډېر شیان بدل کړای شي. مهمه دا ده چې نتیجه یې عزتمنه سوله وي.»

د هغه خبرې د متحدو ایالتونو د سولې هغه پلان ته اشاره ده، چې نوموړي په کیف کې د متحدو ایالتونو د پوځ له منشي ډان ډریسکول سره پرې غږېدلی.

لیووت وویل چې دا پلان «ښه پلان دی او د دواړو اوکراین او روسیې لپاره ښه دی او باور لرو چې دواړو غاړو ته به د منلو وي.» هغه زیاته کړه: «موږ ډېر کار کوو چې تمام یې کړو.»