د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره په 'بالقوه نظریاتو' غور کوي


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، وايي چې واشنګټن د اوکراین په وړاندې د روسیې د یرغل د جګړې د پای ته رسولو لپاره د " بالقوه نظریاتو " یو لیست جوړوي.

د روبیو په وینا دا لست به د جګړې د دواړو خواوو د نظرونو په اساس جوړ شي. مارکو روبیو دا خبره د چهارشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې کړې ده.

روبیو لیکلي: "د اوکراین په څیر د یوې پیچلې او وژونکې جګړې پای ته رسول د جدي او واقعبینانه نظرونو پراخې تبادلې ته اړتیا لري. او د دوامداره سولې ترلاسه کول به د دواړو خواوو له لوري د ستونزمنو، خو اړینو امتیازاتو سره موافقې ته اړتیا ولري."

ټاکل شوې وه چې د متحدو ایالتونو د پوځ منشي، ډان ډریسکول د پنجشنبې په ورځ هم په کیف کې د اوکرایني چارواکو سره وګوري.

د امریکایي رسنیو په وینا، اوکراین ته د ډریسکول د سفر موخه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د خبرو اترو بیا پیلول دي.

ډان ډریسکول د چهارشنبې په ورځ د اوکراین د دفاع له وزیر، دنیس شمیهال، سره ولیدل. د اوکراین د دفاع وزیر د دغې لیدنې عکس پخپل اېکس پاڼه کې خپور کړی دی.

د اوکراین لومړۍ وزیرې، یولیا سویریډینکو، د پنجشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې هغې هم له ډریسکول سره لیدلي دي. د اواکراین لومړي وزیرې زیاته کړې: "دا سفر د ډان ډریسکول سره مل لوړ پوړو پوځي چارواکو لپاره یو مهم فرصت برابروي چې وضعیت وارزوي او د روسیې د تیري پایلې پخپلو سترګو وګوري."

مېرمن سویریډینکو زیاته کړې: "په داسې حال کې چې روسیه د بې ګناه ملکي وګړو وژلو، د کورونو ویجاړولو او د مهمو زیربناوو په نښه کولو ته دوام ورکوي، په روسیې باندې د فشار ستراتیژي اغیزمنه ثابتیږي. دا مهمه ده چې د یرغلګر هیواد په وړاندې د انرژۍ او مالي بندیزونه نور هم پیاوړي شي."

تراوسه پورې ډریسکول یا د متحدو ایالتونو پوځ په اوکراین کې د دې لیدو کاتو جزئیات ندي خپاره کړي.

د اوکراین ولسمشر، ولادمیر زیلینسکي، د چهارشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې وویل چې د هغه ملت "د هر پریکنده ګام او د متحدو ایالتونو د ولسمشر [ډونالډ ټرمپ] له مشرۍ، او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر قوي او عادلانه وړاندیز ملاتړ کړی. او یوازې ولسمشر ټرمپ او متحده ایالتونه دا توان لري چې دا جګړه پای ته ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG