ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۷مه) په سپینې ماڼۍ کې د بریتانیا پاچا دریم چارلز او ملکې کامیلا ته ښه راغلاست وایي.
ټاکل شوې چې ددغه څلور ورځني رسمي سفر په ترڅ کې پاچا چارلز د امریکا کانګرس ته وینا وکړي او د سپینې ماڼۍ په یوې رسمي مېلمستیا کې برخه واخلي. هغه به نیویارک ښار ته هم ځي او د ۱۱م سپتمبر د ترهګریز برید د ۲۵مې کلیزې وړاندې به ددغې پیښې د قربانیانو په یاد غونډه کې برخه اخلي.
امریکا ته د بریتانیا د پاچا د سفر یوه ورځ دمخه په واشنګټن کې د خبریالانو په یوې مېلمستیا کې چې ولسمشر ټرمپ او نورو لوړپوړو امریکايي چارواکو پکې برخه لرله، برید وشو. د بریتانیا د بهکنګم ماڼۍ ویلي چې دا پیښه به د پاچا چارلز پر سفر اغیزه ونلري او د هغه دا سفر به له پلان سره سم پر مخ ځي.
د بریتانیا پاچا چارلز او ملکه کامیلا په داسې حال کې واشنګټن ته راځي چې متحده ایالتونه له بریتانیا څخه د خپلې ازادۍ ترلاسه کولو ۲۵۰مه کلیزه نمانځي، او همدارنګه بریتانیا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیوکو سره مخامخ شوې ده.
ولسمشر ټرمپ له دې کبله پر بریتانیا نیوکه کړې چې د امریکا او ایران د جګړې په ترڅ کې، بریتانیا امریکايي ځواکونو ته له بریتانوي پوځي اډو څخه یوازې دفاعي ماموریتونو ته اجازه ورکوي. هغه پر اروپايي متحدینو دا نیوکه هم کړې چې د هرمز د ستراتیژیک تنګي په ساتنه کې یې فعال رول ندی لوبولی.
په ایران باندې د امریکا او اسرائیل د بریدونو د پیل نږدې یوه میاشت وروسته، د مارچ په ۳۱ نیټه، ولسمشر ټرمپ پر خپل ټروت سوشل حساب ولیکل چې بریتانیا «د ایران له پښو غوځولو کې له ګډون څخه ډډه کړې»، نو اوس باید د نفتو د اکمالاتو د ګډوډۍ په ترڅ کې یا له امریکا تیل رانیسي او یا هم د هرمز په تنګي کې اقدام وکړي.
بریتانیا، فرانسې او څو نور هېوادونو ویلي چې په جګړه کې برخه نلري خو له جګړې وروسته یې د تنګي د امنیت ساتنې ژمنه کړې ده.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې بریتانیا باید په شمالي سمندر کې خپل د تیلو تولید زیات کړي، خو دا یې هم څرګنده کړې چې امریکا ته د پاچا چارلز سفر ته سترګې په لار دی او له بریتانیا سره مینه لري.
هغه وویل: «زه دې مېلمستیا ته سترګې په لار یم. موږ د پاچا چارلز راتګ ته په تمه یو. هغه مې ملګری دی. موږ له زړه څخه ورته سترګې په لار یو. موږ خبرې کړي او یو ښه وخت به ولرو.»
نایجل شینوالډ په واشنګټن کې د بریتانیا پخوانی سفیر دی، او وايي چې دا سفر د دواړو متحدینو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو په اړه دی.
شینوالډ وویل: «دا [سفر] زموږ د خلکو او هیوادونو ترمنځ د اړیکو د اساس سره تړاو لري. دا یوازې د نن سبا یا لنډمهاله پیښو په اړه ندی. زه فکر کوم چې دا روښانه ده ځکه چې مناسبت د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې نمانځنه ده.»
ټاکل شوې چې پاچا چارلز ددې سفر په ترڅ کې د امریکا کانګرس ته وینا وکړي. دا دوهم ځل دی چې د بریتانیا سلطنتي مشرتابه د امریکا کانګرس ته وینا کوي. له دې وړاندې په ۱۹۹۱ کال کې، د پاچا چارلز مور ملکې الزبیت دوهمې د امریکا د کانګرس یوې ګډې غونډې ته وینا کړې وه.