د بریتانیې پاچا ، چارلز درییم چارشنبه جون ۲۴ مه پدې هیواد کې د افغانستان د کډوالو کرکټ لوبډلو د غړیو سره په لندن کې کتلي دي.
د افغان میرمنو د کرکټ لوبډله چې اوس مهال په اسټرالیا کې دیره ده، د شل اوریزو لوبو کولو لپاره انګلستان ته تللې او د جولای په پنځمې نیټې به د میرمنو د نړیوال جام وروستۍ یا فاینل لوبې کتلو لپاره لوبغالي ته ولاړه شي.
د افغان کډوالو میرمنو د کرکټ لوبډلې د بریتانیې پاچا ته د کرکټ یو بیټ هم ډالۍ کړ چې افغان لوبغاړو په ځانګړې توګه ښکلی کړی و.
د افغان کډوالو د میرمنو لوبډلې یوه لوبغاړې ایکیل لطیفي وایي چې د بریتانیې د پاچا سره لیدل د هغې او لوبغاړو لپاره ویاړ دی. هغې وویل، "دا د لوبډلې لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده. مونږ هیڅ باور نه کاوه چې د باچا سره به وګورو او دومره ملاتړ به ولرو. ټول زمونږ ملاتړ کوي او مونږ ډیر خوشحاله یو".
د لوبډلې بله لوبغاړې شبنم احسان بیا وایي ټول لوبغاړي حیران شول کله چې خبر شول د بریتانیې د پاچا سره به ګوري. شبنم زیاته کړه، "داسې څه دي چې نشم یې بیانولی. کله چې خبر شو چې د پاچا سره ګورو، ټول حیران شول ځکه مونږ هیڅ فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د پاچا سره ګورو. مونږ ډیر خوښ یو چې د هغه سره مو وکتل".
ټاکل شوې چې د افغان کډوالو میرمنو لوبډله به په انګلستان کې د روانې جون میاشتې په ۲۷ مې د کیمبریج پوهنتون د میرمنو لوبډلې سره لوبه وکړي. دې پوهنتون په یوې اعلامیې کې ویلي چې لوبه به د فینرز په لوبغالي کې وشي چې د کیمبریج د کرکټ تاریخي کور په نامه یادیږي.
افغان لوبغاړې داسې مهال د بریتانیې د باچا سره ګوري چې د میرمنو نړیوال شل اوریز جام سیالۍ په انګلستان کې روانې دي. پدې لوبو کې ۱۲ لوبډلې برخه لري. سره لدې چې افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري خو په روانو سیالیو کې افغان لوبډله شتون نلري.
د افغان میرمنو د کرکټ لوبډله په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوه چې څو نړیوالې لوبې یې هم کړیدي. سره لدې چې د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې ۲۵ میرمنو ته مرکزي قراردادونه هم پدې نیت ورکړل چې پدې هیواد کې د میرمنو لوبډله د سره ورغوي خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو دویم ځل واکمنیدو څخه وروسته چې د میرمنو په لوبو بندیز ولګید، ورسره د میرمنو د کرکټ لوبډله هم له منځه ولاړه. د میرمنو د کرکټ ډیری لوبغاړې اوس مهال په اسټرالیا او کاناډا کې کډوالې دي.