حکومت د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژې جوړوي

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس واېې چې د کندز جګړه باید له پوځی اړخ څخه وڅیړل شي

تر هغې وروسته چې په بروکسل کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو لخوا د څلورو کلونو لپاره د ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه، د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست ډاډ ورکوي چې ژمنه شوې د خلکو له اړتیا سره سم مصرف کړي.

اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د امریکا غږ خبریالې، برښنا امرخیل سره په مرکې د طالبانو لخوا د کندز ښار د ځینو برخو نیولو ته هم اشاره کوي او وایې چې کندر کې حالات باید له پوځي او امنیتي اړخ څخه وڅیړل شي.

د عبدالله په وینا طالبانو د ملي وحدت حکومت په راتګ سره خپل ټول پام پر ننګرهار، کندز او هلمند ولایتونو متمرکز کړی و.

له اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله سره بشپړه مرکه دلته لیدلئ شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

حکومت د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژوي جوړوي