کاناډا او قطر په افغانستان کې د کاناډايي وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.
دا تړون په اوتاوا کې د کاناډا او قطر د ستراتیژیکو خبرو اترو پرمهال د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیتا اننډ او په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي لخوا لاسلیک شو.
د کاناډا حکومت د سه شنبې په ورځ [نومبر ۲۴مه] د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د دې ترتیباتو له مخې به قطر په افغانستان کې د کاناډايي وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو په برابرولو کې له کاناډا سره مرسته وکړي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې وویل: "زموږ د پانګونې تړون او د ځواک ساتنې تړون لاسلیکول به اقتصادي اړیکې ژورې کړي او په افغانستان کې له پېچلو قونسلي چارو سره د مخ کاناډایانو د مرستې لپاره به همکاري پیاوړې کړي."
کاناډا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، په کابل د خپل سفارت چارې وځنډولې.