د سرطان د درملنې د یو واکسین بریالۍ ازموینه

د څو لسیزو ناکامو هڅو وروسته، د درملو جوړولو شرکتونه په لومړي ځل توانېدلي دي چې د سرطان ناروغۍ د درملنې یو واکسین په بریالیتوب سره وازمايي.

څېړونکو د موډرنا او مرک شرکتونو له خوا جوړ شوی دا واکسین یو تاریخي پرمختګ بللی چې د کلینیکي ازموینو په وروستي پړاو کې کامیابه ثابته شوې ده.

دغه واکسین، چې «انټیسمیران اوټوجین» نومېږي، د هر ناروغ لپاره په ځانګړي ډول جوړېږي. دا واکسین د بدن دفاعي سیستم روزي چې د سرطاني تومور ځانګړتیاوې او بدلونونه وپېژني او ورباندې برید وکړي.

د یوې څېړنې له مخې چې د سرطان په ناروغۍ اخته تر زرو ډېرو کسانو په کې برخه اخیستې، دغه واکسین د سرطاني تومورونو د بېرته راګرځېدو او خپرېدو په مخنیوي کې مرسته کړې ده.

د موډرنا اجرائیوي رئیس سټیفن بانسل وویل، دې بریا هغه ته د ۲۰۲۰ کال هغه شیبې ورپه زړه کړې دي چې شرکت یې د کرونا ساري ناروغۍ واکسین د بریالۍ ازموینې پایلې اعلان کړې وې.

نوموړي وویل، کله چې یې د یوه ملګري د زوکړې په مراسمو کې د دې بریا خبر ترلاسه کړ، سمدستي یې پام هغو راتلونکو ګامونو ته واوښت چې دا درملنه ناروغانو ته ورسوي.

دا پرمختګ د موډرنا او مرک شرکتونو د لس کلنې همکارۍ پایله ده. دواړو شرکتونو په دې برخه کې په ۲۰۱۶ کال کې ګډ کار پیل کړ.

دغه واکسین د مرک شرکت له مشهور سرطان ضد درمل «کیټروډا» سره یو ځای کارول کېږي، چې د بدن د دفاعي سیستم د «ټي-حجرو» فعالیت پیاوړی کوي څو د سرطان پر ضد مبارزه وکړي.

کارپوهان وايي، د دې واکسین بریا ښايي د سرطان د شخصي درملنې یو نوی پړاو پیل کړي. د پخوانیو سرطان ضد واکسینونو برعکس، چې یوازې یې د تومور څو محدود بدلونونه په نښه کول، د موډرنا او مرک واکسین لسګونه بدلونونه په نښه کوي، چې له امله یې د سرطان د حجرو د پېژندلو او له منځه وړلو چانس ډېرېږي.

که د امریکا د درملو تنظیموونکي ادارې یې تصویب کړي، دا درملنه ښايي راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي.

د موډرنا او مرک شرکتونه همدارنګه د سږو، پښتورګو او پانقراس د سرطانونو په درملنه کې ددغه واکسین د اغېزمنتیا په برخه کې څېړنه کوي.

د وال سټریټ شنونکي اټکل کوي چې د دې واکسین کلنی پلور به میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې څېړونکي یې د سرطان پر ضد د شخصي جوړو شویو واکسینونو د کارونې په لور یو مهم ګام بولي.