د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني (سنټکام) د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۱) اعلان وکړ چې د ایران پر پوځي اهدافو یې د بریدونو یوه څپه په بریالیتوب سره بشپړه کړې ده.
سنټکام پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې امریکایي ځواکونو د ایران د سپاه پاسداران اړوند د هوايي دفاع تاسیسات، بحري تجهیزات او تاسیسات، د ماین اېښودنې وړتیاوې، او مخابراتي مرکزونه په نښه کړي دي.
قوماندانۍ ویلي چې دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي چې سپاه پاسداران په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو او امریکایي ځواکونو د برید هڅې وکړې.
دا مطلب هم ولولئ
ټرمپ: امریکا پر ایران د 'پراخو او پیاوړو ' بریدونو د ترسره کولو په حال کې دهامریکایي ځواکونو تر دې وړاندې د یکشنبې په ماښام د ایران د سپاه پاسداران پر هغو پوستو برید کړی و چې غوښتل یې د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای په ځای کړي.
د سنټکام په وینا، د امریکا پوځ د لارک په ټاپو کې د سپاه پاسداران د ماین اېښودونکو ځواکونو پر ضد، چې په هرمز تنګي کې یې سمدستي ګواښ رامنځته کړی و، «محدود او دقیق اقدام» ترسره کړ.
ایران پر دغه ټاپو د امریکايي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ویلي چې په اردن کې یې د امریکا دوه پوځي اډې په نښه کړې دي.
سنټکام زیاته کړې چې دا مهال په ټول منځني ختیځ کې له ۵۰ زرو څخه ډېر امریکایي سرتېري فعالیت کوي او د ولسمشر د امر په صورت کې د وژونکو پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره چمتو دي.