سنټکام: د سپاه له برید وروسته مو د ایران درې تیل لیږدونکي بیړۍ په نښه کړې

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني (سنټکام) وايي چې امریکايي ځواکونو د شنبې په ورځ (سپټمبر پنځمه) د ایران درې تیل بیړۍ په نښه کړي دي.

سنټکام د ایکس پر ټولنیزې رسنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې سپاه پاسداران د سیمې په اوبو کې د امریکا پر یوې جنګي او یوې الوتکه لیږدونکې بیړۍ د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل چې دواړه بیړۍ وتوانیدې ددغو بریدونو په وړاندې دفاع وکړي او "هیڅ امریکایي پوځي ته زیان نه دی رسېدلی".

د اعلامیې له مخې، (داوني) بیړۍ د خارګ ټاپو ته نږدې، (ستارک ۱) بیړۍ جاسک ته نږدې او (کایلو) بیړۍ چې په (نوکسن) پيژندل کیږي د عمان په اوبو کې د بیړیو عملې ته د وتلو تر امر وروسته په نښه شوي دي.

سنټکام وویل: "دا درې ایراني بیړۍ د یوې څو ملیارد ډالري پټې شبکې برخه دي چې د ایران د سپاه پاسداران او د هغوی د سیمه ایزو نیابتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي. ایران د هغوی د دفاع لپاره هیڅ وسیله نه لري."

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان،جنرال براډ کوپر، د ایران سپاه پاسداران ته خبرداری ورکړ که ایران یو ځل بیا پر امریکایي کښتیو برید وکړي، نو واشنګټن به پر ایران نور اقتصادي لګښتونه راولي.

کوپر وویل: "اجازه راکړئ سپاه پاسدران ته پیغام روښانه وي: که تاسو [ایران] زموږ پر دوو کښتیو ډزې وکړئ، موږ به پر تاسو لوی اقتصادي لښګتونه راولي. دا په دې مانا ده چې موږ به ستاسو درې کښتۍ ویجاړې کړو. موږ به د امریکا د پوځيانو په دفاع کې ځنډ ونکړو. که اړتیا شوه، موږ به د ایران محدود او زیانمنونکي تیل لیږدونکي کښتۍ ویجاړې کړو."

دغه بریدونه په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې په مکرر ډول ویلي چې د هرمز تنګی په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.