د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (سپټمبر لومړۍ) وویل هڅه نه کوي چې ایران په زور سره د چنې وهلو میز ته راستون کړي.
ولسمشر ټرمپ د ټروت سوشل په یوه پیغام کې د (اې بي سي نیوز) راپور رد کړی او لیکلي، "زما لپاره ارزښت نلري که هغوی (ایران) داسې هوکړه لاسلیک کړي چې د هغوی په نظر بې ارزښته وي."
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، "زما خپل اوسنی وضعیت ډیر خوښ دی، پر هرمز تنګي تقریبا بشپړ کنټرول او په داسې حال کې چې د هغوی (ایران) اقتصاد په بشپړ ډول د پاشل کیدو په حال کې دی."
ولسمشر ټرمپ همدارنګه په خپل دې پیغام کې زیاته کړې ده چې ایران په یوه نه ستنیدونکي مسیر روان دی، ولسمشر پوښتنه کړې چې د ایران خلک به "څه وخت راپورته شي او مبارزه به وکړي؟"
ولسمشر ټرمپ وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سنټکام د ایران په وړاندې د یو لړ بریالیو پوځي بریدونو خبر ورکړ.
سنټکام د واشنګټن په وخت د سه شنبې په مازدیګر د ایکس حساب کې یې خپور کړی ویلي چې امریکایي ځواکونو د ایران د سپاه پاسداران اړوند د هوايي دفاع تاسیسات، بحري تجهیزات او تاسیسات، د ماین اېښودنې وړتیاوې، او مخابراتي مرکزونه په نښه کړي دي.
قوماندانۍ ویلي چې دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي چې سپاه پاسداران په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو او امریکایي ځواکونو د برید هڅې وکړې.
تر دې مخکې، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په خپل تروت سوشل ولیکل چې امریکایي پوځیان هرمز تنګي ته نږدې په ایراني اهدافو د ' پراخو او پیاوړو' بریدونو د تر سره کولو په حال کې دي.
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران غچ اخیستونکی اقدام وکړي له سختو او پراخو بریدونو سره به مخ شي.
فورم \ دبحث خونه