سنټکام: په عراق کې د امریکايي ځواکونو ماموریت پای ته ورسېد

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې د عراق له اربیل هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو د منظم وتلو بهیر د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر ۳۰) بشپړ شو او ورسره په عراق کې «د کلک هوډ عملیات» پای ته ورسېدل.

سنټکام ویلي، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا او عراق ترمنځ د دفاعي دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې د پلان شوي انتقال یوه برخه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ګډو ځانګړو ځواکونو هغه برخې چې د دغو عملیاتو په چوکاټ کې یې فعالیت کاوه، لا هم فعالې دي او اوس یې مرکزي قرارګاه په اردن کې ده. سنټکام ویلي چې امریکا به د ائتلافي شریکانو او د سوریې د حکومت په ملتیا په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

د سنټکام قوماندان براډ کوپر، په اعلامیه کې هغو امریکايي سرتېرو، ډیپلوماتانو او ملکي کارکوونکو ته د هغوی د خدمتونو له امله د ستاینې په څرګندولو سره ویلي، "ستاسو د زغم، قربانۍ او مسلکي توب له امله، اسلامي دولت ډله نور د عراق ملي امنیت ته یو سیستماتیک ګواښ نه دی. د عراق امنیتي ځواکونه، د کردستان د سیمې د پیشمرګه ځواکونو او نورو امنیتي ځواکونو په ګډون، اوس د خپلو سیمو پر وړاندې د ګواښونو د خپلواکې مدیریت لپاره لازم ظرفیت، مشرتابه او عملیاتي خپلواکي لري."

ښاغلي کوپر زیاته کړې، "په داسې حال کې چې د عراق د امنیت اصلي مسئولیت په بشپړه توګه د دغه هېواد حکومت او زړورو خلکو ته سپارل کېږي، امریکايي او ائتلافي ځواکونه چې په ټوله سیمه کې ځای پر ځای دي، د اسلامي دولت ډلې له لوري هر ډول ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دي. "

امریکا او عراق په ۲۰۲۴ کال کې موافقه کړې وه چې هغه محدود شمېر امریکايي سرتېري چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د عملیاتو په چوکاټ کې مېشت وو، د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر تر پایه له دغه هېواده ووځي.

د دغې موافقې له مخې، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل د تېر کال په اکتوبر کې پیل شول او اوس د اربیل له هوايي اډې څخه د ځواکونو او تجهیزاتو په وتلو سره بشپړ شول. په دې اډه کې شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي سرتېري مېشت وو.

اندېښنې شته چې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل ښايي د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو د نفوذ د لا پراخېدو او د داعش د بغاوت د بیا پیاوړي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د عراق صدراعظم علي الزیدی تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې پر دې «ټینګار وکړ چې په عراق کې ترهګرې ملیشې باید له منځه یووړل شي، د عراق له خاورې د بریدونو مخه ونیول شي او د دغه هېواد بشپړه حاکمیت عملي شي.»

خو د عراق حکومت ویلي چې په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو د بې وسلې کولو لپاره ټاکل شوې موده د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۳۰مې غځول شوې ده.

اسرائیل او امریکا اندېښنه لري چې ښايي دغې مودې له پای ته رسېدو وروسته، د ایران په هڅونه، دغه وسله والې ډلې پر په منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو او د اسرائیل پر خاوره بریدونه وکړي، څو خپل ځواک وښيي.

په عراق کې د امریکا پوځي عملیات په ۲۰۰۳ کال کې د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د رژیم د نسکورولو لپاره پیل شول او په ۲۰۱۱ کال کې پای ته ورسېدل.

په عراق او سوریه کې د داعش ډلې له راڅرګندېدو وروسته، امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې یو ځل بیا عراق ته ستانه شول څو د داعش پر ضد د ائتلاف مشري وکړي.

په عراق کې د امریکا د شاوخوا دوو لسیزو حضور پر مهال نږدې ۴۵۰۰ امریکايي سرتېري ووژل شول.