د ولسمشر ټرمپ تر خبرداري وروسته، امریکایي ځواکونو په ایران د نورو بریدونو خبر ورکړ

وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه جولای ۲۰ وویل چې ایران به د امریکایي ځواکونو وژل کیدو له کبله، "څو چنده لوړ قیمت ادا کړي" ، امریکایي ځواکونو په ایران باندې د تازه بریدونو پیل کیدو خبر ورکړ.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنټکام) ویلي چې د هیواد ستر اعلی قوماندان ( جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ) په امر د واشنګټن پر وخت تر غرمې وروسته په څلورو بجو د ایران پر ضد هوایي بریدونه پيل شویدي.

د سنټکام په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې د دوشنبې ورځې په بریدونو کې د ایران کوم اهداف په نښه شوي خو دومره یې ویلي چې د تازه بریدونو هدف د ایران د نظامي وړتیاوو لا کمزورې کول دي تر څو هغوي ونشي کړی د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو کښتیو بریدونه وکړي.

دا وروسته تر هغه چې جمهور رئیس ټرمپ د ایران سره د اوربند پای ته رسیدو اعلان وکړ، په ایران باندې د امریکایي ځواکونو پرله پسې لسم برید دی.

د دوشنبې ورځې تر برید وړاندې، جمهور رئیس ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی و چې د امریکایي ځواکونو وژل کیدو په خاطر به لوړ قیمت ادا کړي.

ښاغلي ټرمپ په اردن او عراق کې د ایران په بریدونو کې د څلورو امریکایي سرتیرو وژل کیدو په غبرګون کې د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، " هر ځل چې ایران یو امریکایي سرتیری وژني، هغوي ( ایران) به د دې وژنو څو چنده لوړ قیمت ادا کوي".

دا مطلب هم ولولئ

ټرمپ: وژل شویو سرتیرو ته د درناوي په ‎پار مو په ایران سخت ګوزارونه وکړل

جمهور رئیس همدارنګه لیکلي چې پدې هکله یې د جګړې وزیر پیټ هګسیټ، د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، ډانیال کېن او ټولو نظامي مشرانو ته امر کړی.

د تازه بریدونو څخه وړاندې د متحده ایالاتو پوځ ومنله چې په اردن کې درې امریکایي سرتیري د ایران په بریدونو کې وژل شوي. جمهور رئیس ټرمپ دا وژل شوي سرتیري هیواد پال وبلل او وې ویل چې پدې خاطر ووژل شول چې نه پریږدي ایران اتومي وسلې تر لاسه کړي.

یو بل امریکایي سرتیری د عراق په شمال کې هغه مهال ووژل شو چې هڅه يي کوله د ایراني ډرون چاودونکي مواد په کنټرولیدونکي توګه له منځه یوسي. پدې پېښه کې یو بل سرتیری ټپی شوی چې د سنټکام په وینا یي درملنه روانه ده.