د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: وژل شویو سرتیرو ته د درناوي په ‎پار مو په ایران سخت ګوزارونه وکړل

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چي امریکایي ځواکونو هغو دریو وژل شویو سرتیرو ته د درناوي په خاطر په ایران "سخت ګوزارونه" وکړل چې په اردن کې د ایران په بریدونو کې ووژل شول.

جمهور رئیس ټرمپ وژل شوي سرتیري "ستر هیواد پال خلک" وبلل او زیاته یې کړه چې دې امریکایي سرتیرو د دې لپاره جګړه کوله چې ایران اتومي وسلې ونلري.

ټرمپ په ایران باندې د یکشنبې ورځې بریدونو په هکله وویل، " مونږ نن شپه په هغوي سخت ګوزارونه وکړل او دا مو د خپلو ممکن دریو (چې پخوا دوه ویل شوي و) سرتیرو ته د درناوي په خاطر وکړل. "

ټرمپ زیاته کړه، " ایران ښه کاري زیانمن شوی. هغوي په نظامي لحاظ تقریباً هر څه د لاسه ورکړي. یو څه توغندي او یو څه ډرون الوتکې ورپاتې دي او یو څه د تولید وړتیاوې لري خو ډیرې ندي. "

جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه وویل چې د هرمز تنګي کنټرول د متحده ایالاتو سره دی.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) یکشنبه جولای ۱۹ د واشنګټن پر وخت د ماښام په اوو بجو د تازه بریدونو پیل کیدو خبر ورکړ.

دا په ایران باندې اووم پرله پسې بریدونه دي چې د موقتي اوربندی پای ته رسیدو وروسته کیږي.

جمهور رئیس ټرمپ چې د نیویارک ښار ته د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال سیالیو پای لوبې ته تللی و، د خبریالانو سره په لنډو خبرو کې وویل چې په ایران د بریدونو هدف دا و چې هغوي اتومي وسلې ونلري خو زیاتوي چې اوس غواړي هر څه ختم کړي.

هغه زیاته کړه، " دا ډیر ستر کار دی چې مونږ یې کوو. مونږ لږ څه کول چې د هغوي مخه ونیسو چې ځینې وړتیاوې ونلري خو اوس یې مونږ پای ته رسوو. مونږ هر هغه فرصت ختموو چې هغوي اتومي توغندي تر لاسه نشي کړی".

جمهور رئیس همدرانګه وویل چې څه باندې یوه نیمه اوونۍ وړاندې یې اتومي وسلو ته د رسیدو لپاره ښایي د ایران مخه نیولې وي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې نور نه غواړي "د احتمال لري" ټکو څخه کار واخلي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې متحده ایالاتو په اردن او عراق کې د ایران په بریدونو کې د خپلو څلورو سرتیرو وژل کیدو اعلان وکړ.

جمهور رئیس ټرمپ د دې سرتیرو وژل کیدل غمجنه پیښه بللې او ویلي چې امریکایي ځواکونه د متحده ایالاتو په خدمت کې وژل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG