عبدالله: د نور استعفی منلو سره موافق وم، خو جمعیت هم راسره وو

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د شورا غونډې ته د پیل وړاندې د بلخ پخواني والي انتقادونو ته غبرګون وښود.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې دا منلې چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا د ښاغلي نور د استعفی د منلو سره یې موافقه کړې وه.

اجرائیه رئیس عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو د شورا د نوبتي غوڼډې د پیل وړاندې سپیدار په ماڼۍ کې د خبریالانو پر وړاندې خبرې کولې وویل، چې د بلخ د والي د استفعی سره یې پنځلس ورځې وړاندې موافقه کړې وه.

ښاغلي عبدالله وویل "په هغو ځایونو کې چې ویې ویل، اتیا په سلو کې زه مسول وم، زه فکر کوم سل فیصده هغه استعفی هم یو څه وو، یو مهال یې مخامخ خبرې لرلې، د هغې پاتې، جمهورر رئیس صاحب خو شته دی، د حکومت ټول همکاران شته دي، هره لحظه مې ویل چې نه دا اقدام باید ترسره نه شي، خو بالاخره خبره یوځای ته ورسیدله چې یو کار باید شوی وی. ما شل یا پنځلس ورځې وړاندې موافقه وکړه چې دا کار ترسره شي او د استعفی منل یوه اونۍ وروسته اعلان شي".

اجرائیه رئیس وویل چې د جمهوررئیس غني له خوا د ښاغلي نور د استعفی د منلو سره دی او د جمعیت اسلامي مشرتابه هم موافق وو.

ښاغلي عبدالله وویل "د افغانستان د جمعیت اسلامي مشرتابه په دې پریکړه کې له مونږ سره یوځای وو او دوی ژمنه وکړه چې په همدې موده کې به ځمکه له اسمان سره و نه خوري، یو چا چې افغانستان ته خدمت کړی واقعآ د افغانستان په همغه ولایت کې یې خدمت کړی و، له هغې یې اخوا ته خدمت کړی وو، د امنیت په ټینګیدو د پانګونې په جلبولو کې او پخپله یې خپله استعفی هم له وړاندې مطرح کړې، دا چې وايي شرایط وو دا یا دا وو، زما کار نه دی".

ښاغلي عبدالله وویل چې جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه ورسره په یوه اونۍ کې د مسایلو حلولو ژمنه کړې وه.

خو هغه وویل، وروسته بیا مسایلو بل لوری خپل کړ.

اجرائیه رئیس وویل چې اوس هم د سوله ایزو لارو دې مسلې ته د حل غوښتونکی دی.

عبدالله عبدالله په خپلو دغو څرګندونو کې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور هغو څرګندونو چې ویلي وو، د ښاغلي عبدالله غاښونه به وباسي هم په خندا ځواب ووایه ویې ویل چې د نورو کاري ستونزو ترڅنګ اوس ورته یو بل کار هم پیدا شو چې د خپلو غاښونو ساتنه وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل "د خپلو ټولو مصروفیتونو سره چې لرم یې، یو بله ستونزه هم راته په دې وخت کې رامخې ته شوه چې زه باید خپلو غاښونو ته هم متوجه اوسم، چې څوک یې ونه باسي، تاسو ته ډاډ درکوم چې خپلې روغتیا ته متوجه یم".

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د شنبې په ورځ په مزارشریف کې د اسلامي جمعیت د ګوند پخواني قوماندان عبدالقادر ذبیح‌الله د درې دیرشم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني له خوا د ده استعفی منل ونه منل او په ټینګار یې وویل چې دی د بلخ والي وو او وي به او د چا پرمکتوب د ولایت مقام نه پریږدي.

ښاغلي نور د جمهور رئیس غني له خوا د هغه د استعفی په منلو کې پخپله جمهوررئیس غني شل فیصده او اجرائیه رئیس عبدالله اتیا فیصده مسول وګڼل.

د بلخ پخواني والي په خپله تنده وینا کې د افغانستان اجرائیه رئیس ته ډیرې سپکې سپورې هم ویلې وې، خو ښاغلي عبدالله د هغه ټولو څرګندونو ته په خپله نننۍ وینا کې غبرګون ونه ښود.

د افغانستان جمهوري ریاست تیره اونۍ وویل چې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفی یې منلې او پرځای یې انجینر محمد داوود د دغه ولایت د نوي والي په توګه ګمارلی دی.

خو ښاغلي داوود لا د بلخ د والي په توګه کار نه دی پیل کړی.