افغان چارلي چاپلین: غواړم خلک وخندوم

افغان چارلي چاپلن

دغه پنځه ویشت کلن ځوان کریم اسیر وايي که څه هم د خپلو هنري کارونو له امله له مختلفو ګواښونو سره مخامخ شوی خو دده کلک هوډ دا دی چی د جگړه ځپلو هیوادوالو پر شونډو څو شیبې موسکا خوره کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

افغان چارلي چاپلین

د کابل په سړکونو کې د چارلي چاپلین په شان د ځان جوړول او د چارلی د خاصؤ حرکاتو او نخرو ترسره کول د کریم اسیر د کارونو ځانګړنې دي.نوموړی وايي توند لارو د اسلام ضد بللی او ګواښلی یې دی.

کریم ا سیر د ۹۰ په لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې له خپلې کورنۍ سره یوځای ایران ته ولاړ او هلته په یوه ټلویزیون کې د چارلي چاپلین د خپریدونکو پروګرامونو په لیدو د هغه سخت مینه وال شوی و.