له چین نه لومړنی اورګاډی افغانستان ته ورسېد

افغان چارواکي وايي له چین نه په تجارتي مالونو بار لومړنی اورګاډی د افغانستان د حیرتان بندر ته ورسېد. دغه اورګاډي د چین له اورمچې نه تر حیرتان بندر پورې په یولسو ورځو کې نژدې ۳۰۰۰ کیلومېتره لاره وهلې ده.

په دغه اوږد اورګاډي پورې ۴۸ واګنونه تړل شوي، چې ټول یې د افغان سوداګرو په تجارتي مالونو او توکو ډک دي.

د افغانستان د حیرتان په بندر کې د دغه کاروان هر کلي ته یو شمېر افغان او چینايي چارواکي هم ورغلي وو. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل بلل کیږي، چې د ځمکې او اورګاډي له لارې افغانستان له چین سره تړل کیږي.

د چین سفیر وویل چې هېواد یې غواړي افغانستان په خپلو پښو ودریږي

په همدې حال کې افغانستان لپاره د چین سفیر یوچینګ وویل چې په دغه کار سره به د کابل-بیجینګ اړیکې زر کاله نور هم قوي وي او د چین هڅه دا ده چې افغانستان په اقتصاد او سیاست کې په خپل پښو ودریږي.

هغه وویل " د افغانستان د ګاونډي په توګه چین هڅه کوي، چې په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي ثبات راشي او چین په دغه برخه کې له افغانانو سره ولاړ دی. موږ د ورېښمو د لارې بیا رغول په نظر کې نیولي چې ورسره به سیمه له یو بل سره وتړل شي. "

اخوا، د بلخ سرپرست والي محمد اسحق سروري وايي چې په دغه کار سره بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان رسېدل او لاسرسی اسانه شول " په دې سره به زموږ کمرګي عواید، تجارتي او نور عواید لوړ شي او موږ به نورو ته د لاس له اوږدولو وژغوري."

دغه اورګاډي په یوولسو ورځو کې له چین نه افغانستان ته ورسېده

افغان چارواکي وايي د اوس لپاره داسې پلان دی، چې دغه اورګاډی به په میاشت کې دوه وارې افغانستان او چین ته تګ راتګ کوي. د افغانستان د تجارت وزارت دا یو لوی ګام ګڼي او زیاتوي چې د سوداګرۍ له نړیوال سازمان سره د افغانستان غړیتوب د دغه هېواد د کلنیو صادراتو اندارزه هم ۱۵۰ ته لوړه کړې ده.

د وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي چې چین داسې هېواد دی چې د افغانستان نژدې ټول تجارتي ضرورتونه پوره کولی شي، او له دغې لارې څخه د مالونو په انتقال سره شاید په افغانستان کې د توکو قیمتونه هم کم شي.

اخوا، شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې له کابل نه چین ته مستقیم پروازونه هم پیل شوي دي.

له چین نه د اورګاډي د دغه لومړني کاروان هرکلي ته چارواکي او مطبوعات هم ورغلي وو