د لاس رسي وړ اتصالات

بیجینګ کابل د چینايي بیلتونپالو پر ضد جګړې کې وستایه


China Afghanistan
China Afghanistan

د چین رسمي خبري اژانس شنهوا راپور ورکړی چې د دغه هېواد د دفاع وزیر، چانګ وانګوان، د افغانستان د پوځ د لوی درستیز قدیم شاه شهیم سره ولیدل او مننه یې ترې وکړه چې د ختيځ ترکستان د اسلامي خوځښت پر ضد کلکه مبارزه کوي.

ښاغلي چانګ وویل " هیله مند یم چې زموږ پوځيان د دواړو هېوادونو د امنیت د ټېنګولو په برخه کې همکاري زیاته او پراخه کړي، چې ګډ پرمختګ ته لاره هواري شي".

د چین د دفاع وزارت په ویپاڼه کې په خپرې شوې اعلامیې کې د افغانستان د لوی درستیز قدیم شاه شهیم له خولې ویل شوي، چې افغانستان "د ګډو تمریناتو او پرسونل د روزلو د همکاریو د زیاتولو" له لارې غواړي، چې د ختیځ ترکستان د اسلامي خوځښت سره مبارزه لا ګړندۍ کړي.

ښاغلي شهیم ویلي چې د افغانستان او چین پخوانیو اړیکو ته په کتو دواړه هېوادونو، سولې، ملګرتیا او نورو برخو کې اوږه په اوږه کار کوي.

ښاغلي شهیم په بیجینګ کې د دوشنبې په ورځ د چین د دفاع وزیر او نورو چارواکو سره خبرې وکړې.

چین له پخوا نه اندېښمن و، چې په افغانستان کې د روانو نا امنیو لمنه د هغه هېواد د شینژیانګ په ایالت کې د اوریغور مسلمان بیلتون غوښتونکو ته هم پراخه شي. په دغه ایالت کې په دې ورستیو کې کلونو کې سلګونه کسان وژل شوي چې بیجینګ یې مسولیت په چینايي بیلتون غوښتونکو مسلمانانو اچوي.

سره له دې چې امریکا او ملګري ملتونه د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت د ترهګرو په لست کې شامل کړی، خو ځیني کارپوهان وايي په شینژیانګ کې د چین د خرابې پالیسۍ له کبله نا امني پيدا شوې ده.

چین دغه راز له پاکستان او متحدو ایالتونو سره په ګډه کار کوي، چې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کینوي او روان پنځلس کلن ناورین ختم کړي.

دا خبره داسې مهال مخې ته راځي چې د رویټزز خبري اژانس ته ځینو منابعو ویلي، چې د طالبانو یوه پلاوی چین ته سفر کړی، خو چینايي چارواکي دا خبره نه تایدوي. طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی د افغانستان له ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي.

XS
SM
MD
LG