د چین او پاکستان چارواکو ویلي چې د افغانستان په هکله خپله نږدې همغږي او اړیکې جاري ساتي.
په یوې ګډې اعلامیې کې چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف او چین د جمهور رئیس شي جنپنګ د ملاقات څخه وروسته خپره شوې، پاکستاني لوري تیره میاشت په ارومچي کې د چین په منځګړتوب د طالبانو د استازو او پاکستاني چارواکو غیر رسمي لیده کاته مثبت او ګټور بللي او د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو لپاره د زمینې په برابرولو کې یې د چین د نقش هرکلی کړی.
د ارومچي غونډه د اپریل په میاشت کې وروسته تر هغه وشوه چې په افغانستان باندې د پاکستان له لوري بریدونو شدت واخیست.
د چین او پاکستان په ګډې اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي او ختیځ ترکستان خوځښت په ګډون هیڅ یو شخص یا ډلې ته باید اجازه ورنکړل شي چې "تروریستي فعالیتونه" وکړي او د سیمه ایز امنیت او ګټو زیانمنولو لپاره د کوم هیواد له خاورې ګټه واخلي.
د چین او پاکستاني چارواکو دا غونډه داسې مهال کیږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره په کابل کې کتلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اکس په حساب کې لیکلي چې په دې ملاقات کې د دوهاړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، سیمهییز امنیت، او د ارومچي د خبرو د بهیر د پرمختګ په اړه هر اړخیز بحث شوی.
واشنګټن تر دې دمه د ارومچي خبرو اترو په هکله څه ندي ویلي خو سپینې ماڼۍ د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې په غبرګون کې له دواړو خواوو غوښتي و چې ستونزې باید په دیپلوماسۍ او خبرو اترو حل کړي.