د جاپان او چین ترمنځ سیاسي او ډیپلوماتیک تاوترخوالی په تېرو ورځو کې وروسته له هغې زیات شوی چې د جاپان صدراعظمې سانا اې ټاکایچي د ټایوان د احتمالي وضعیت په اړه داسې څرګندونې وکړې چې بیجینګ ورته سخت غبرګون وښود.
ټاکایچي، چې نږدې یوه میاشت مخکې د جاپان د لومړۍ ښځينه صدراعظمې په توګه کار پیل کړ، د نومبر په اوومه د جاپاني پارلمان غړو پوښتنو ته په ځواب کې وویل که چین د ټایوان پر ضد پوځي اقدام وکړي او په دغه اقدام کې د جنګي بېړیو کارولو ته مخه کړي، نو دا به “د جاپان شتون ته د ګواښ” حالت رامنځته کړي.
د دې څرګندونو وروسته، چین وویل چې دغه نظرونه د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو بنسټ زیانمنوي، او غوښتنه یې وکړه چې ټاکایچي دې خپلې “غلطې څرګندونې” بېرته واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماؤ نینګ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د جاپان د صدراعظمې خبرې د دوه اړخیزو اړیکو پر بنسټ جدي اغېز کوي.
هغې وویل چې د چین صدراعظم لی چیانګ د سویلي افریقا د جې شل په سرمشریزه کې له ټاکایچي سره د لیدو کوم پلان نه لري.
بیجینګ د سیاسي فشار ترڅنګ اقتصادي اقدامات هم کړي او په چین کې یې د جاپان سفیر احضار کړی دی.
چین خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د “امنیتي اندېښنو” له امله جاپان ته د سفر نه ډډه وکړي، هغه ادعا چې چین یې شواهد نه دي وړاندې کړي، خو د جاپان د سیاحت صنعت لپاره مهم اغېز لرلی شي، ځکه یوازې تېر کال نږدې اووه میلیونه چینایي سیلانیان جاپان ته تللي وو.
چین د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد سمندري پولو د ساتونکو بیړۍ د هغو ټاپوګانو په شاوخوا کې ګزمې کوي چې استوګني نلري او جاپان یې کنټرولوي خو چین پرې د مالکیت ادعا لري.
دغه ټاپوګان چې په چین کې “دیاؤیو” او په جاپان کې “سینکاګو” په نومونو یادیږي، د دواړو هېوادونو لپاره د اوږدې لانجې سرچینه ده او د ټایوان ترڅنګ د حساسو سمندري سیمو یوه برخه جوړوي.
جاپان د مخ په زیاتیدونکې فشار په غبرګون کې، یو لوړپوړی استازی بیجینګ ته استولی دی څو د چین حکومت ته ډاډ ورکړي چې د ټوکیو رسمي پالیسي نه ده بدله شوې او جاپان نه غواړي چې د چین او جاپان اړیکې لا پسې خرابې شي.