د چین د منځگړتوب وړاندیز د سیمې د سولې لپاره ښه موقع ده

افغانستان ته د پاکستان پخوانی سفیر رستم خان مومند

د چین ولسمشر شي ژنپینگ ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځگړتوب ته تیار دی.چین پخوا هم د افغان طالبانو او افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې کوښښونه کړیدي.

افغانستان ته د پاکستان پخوانی سفیر رستم خان مومند د امریکا غږ ته وویل چې دا ډیره ښه موقع ده او پاکستان او افغانستان دواړو ته پکار ده چې د دې موقع نه استفاده وکړې او د سولې لپاره خبرې پیل کړې.

رستم خان مومند دا هم وویل چې چین داسې یو ملک دی چې د پاکستان او افغانستان سره سره طالبان پری هم اعتماد کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د رستم خان مومند سره زمونږ مرکه دلته واورئ