له اروپايي هېوادونو سره د چین د ستراتېژیکو اړیکو د جوړولو هڅه؛ د امریکا د ایتلافیانو د وېش خطر

چین هڅه کوي چې امریکا او د اروپايي‌ هیوادونو ترمنځ‌ د هر ډول اختلافاتو څخه په ګټه اخیستلو سره د اروپايي‌ هیوادونو سره ستراتیژیکې اړیکې جوړې کړي او په نړیوالې سوداګرۍ کې خپل دریځ پياوړی کړي.

د چین د خبرې اژانس سینهوا خبر ورکړی دی چې د چین ولسمشر شي جینپینګ د خپل فرانسوي سیال ایمانویل مکرون سره د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (جوزا لومړۍ) تیلیفوني خبرې کړې‌ او ویلي یې دي چې چین او فرانسه باید په ګډه د نړیوالې سوداګرۍ د قوانینو او نړیوال اقتصادي نظم ساتنه او "په درسته مانا څو اړخیزي عملي" کړي.

په عین وخت کې،‌ خبرونه وايي‌ چې چین او هالنډ هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې غواړي چې د نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره همکاري او تماسونه ډیر کړي، چې د اقلیم بدلون او پاکې انرژۍ موضوعاتو ته رسیدګي وشي.

د چین بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې د دواړو هیوادونو د ديپلوماتانو ترمنځ‌ په بیجینګ کې د غونډې وروسته خپور شوی ویلي‌ چې بیجینګ او امستردام په بیلابیلو برخو کې، چې په کې د سیمې کانډکټر تکنالوژي هم شامله ده د همکارۍ هوکړه کړې ده.

د روان کال د پیل څخه چین د یو لړ مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی ځکه چې امریکا هڅه کوي چې چین ته د سیميکانډکټرانو د استولو مخه ونیسي.

خبرونه وايي‌ چې د غونډې په مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي خپل هالنډي سیال کاسپر ویلدکېمپ ته وویل چې "چین لیواله دی چې د نیدرلېنډ سره تماسونه او خبرې اترې او عملي همکاري زیاته کړي."

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل چې اروپايي‌ اتحاد او هیواد یې "غواړي ‌چې د چین سره د نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره ګډ کار وکړي."

هغه وویل: "زه هیله لرم چې موږ وکړی شو چې د دغه سفر په ترڅ کې د اقلیم، پاکې انرژۍ،‌ د څو اړخیز نظام د ساتلو او د ښځو د حقوقو په اړه د لا د ډیرې همکارۍ زمینه پيدا کړو."

بیجینګ د واشنګټن په هغه ستراتیژۍ سخت انتقاد کړی چې خپل متحدین، لکه هالنډ او جاپان دې ته هڅوي چې خپل صادرات کنټرول کړي چې هدف یې د چین لاسرسۍ چیپ او د چیپ جوړولو تجهیزاتو ته محدودول دي.

چین د نړۍ دوهم ستر اقتصاد دی او په کلکه د سیمې کانډکټر باندې د پابندیو مخالف دی.‌ د ګلوبل ټایمز ورځپانه چې د چین د حکومت لخوا یې ملاتړ کیږي د جنوري په میاشت کې رپوټ ورکړی و چې دغه پابندۍ په نړیوال مارکیټ کې د سیميکانډکټر عرضې ته ګواښ متوجه کوي.