مخکې له دې، د ګډ امنیت تړون سازمان (CSTO)، چې د ګډو ګټو خپلواک هیوادونه پکې شامل دي، د ترهګرۍ، وسلو او مخدره توکو د قاچاق په اړه د اندیښنواو د افغانستان سره د سرحدي امنیت د پیاوړتیا په اړتیا باندې هم ټینګار کړی و.
که څه هم د مرکزي اسیا هیوادونه او روسیه له طالبانو سره اړیکې لري، دوی تل د ترهګرۍ او له افغانستان څخه شمالي ګاونډیو ته د وسلو او مخدره توکو د قاچاق د ګواښ په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
طالبانو تر اوسه د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې وه چې د افغانستان خاوره اوس له "خپل سرو" ډلو څخه پاکه ده او دی هېواد "د سیمې او نړۍ هېوادونو ته يې هیڅ ګواښ نه دی متوجه کړی."