د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې واشنګټن په دې غور کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو ډله د «نړیوالو ترهګرو سازمانونو» په لست کې شامله کړي.
مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۱ (ثور۳۱) د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو ته په یوې استماعیه غونډې کې وویل: «زه باور لرم چې دغه درجه بندي یو ځل بیا تر غور لاندې ده.»
نوموړي وویل چې دا د افغانستان په اړه د متحدو ایالتونو د پراخې ارزونې او نوې تګلارې یوه برخه ده.
روبیو زیاته کړه: «دا درجه بندي د یو هر اړخیز عمل په اساس ده چې موږ فکر کوو د افغانستان په اړه به زموږ بهرنۍ تګلاره وي.»
ښاغلي روبیو له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره، چې په افغانستان کې فعالیت لري، د طالبانو د اړیکو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: «موږ بیخي پوهېږو چې هغوی (طالبان) څوک دي او پخوا څوک وو.»
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې واشنګټن غواړي د «القاعدې او نورو عناصرو» په ضد د طالبانو نوره همکاري وویني.
طالبانو لا د روبیو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د دا ډول څرګندونو په ځواب کې ویلي وو چې هېچاته به اجازه ور نه کړي د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.
سره له دې چې له طالبانو سره د دوحې په تړون کې ویل شوي وو طالبان بیا له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره خپل روابط پرې کوي، د ملګرو ملتونو د اروزنې او نظارت کمېسیون او نور راپورونه وایي، چې طالبانو په خپلې دغې ژمنې عمل نه دی کړی او له القاعدې سره نژدې روابط لري.