د اقلیم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۳۱مه نړیواله غونډه (کاپ ۳۱) د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو له امله له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېده.
دا غونډه چې د ترکیې په انتالیا ښار کې د څه باندې دوو اوونیو راهیسې روانه وه، د خبرو اترو لپاره دوه ورځې نوره هم وغځول شوه، خو ګډونوال هېوادونه ونه توانېدل چې د اقلیم بدلون د مخنیوي لپاره پر یوه ګډ پلان هوکړه وکړي.
د غونډې د مشرانو له خوا وړاندې شوی پلان د اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو له مخالفت سره مخ شو. مخالفو هېوادونو وویل چې دغه طرحه د اقلیم بدلون، په ځانګړې توګه د نړۍ د تودوخې د زیاتوالي د اغېزو د مخنیوي لپاره کافي نه ده.
د اسټرالیا د کاپ ۳۱ مشر کریس براون وویل چې د غونډې د ناکامۍ اصلي لاملونه د فوسیلي سون توکو، لکه تېلو، ګازو او سکرو د کارولو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې د پروګرامونو د تمویل په اړه د هېوادونو ترمنځ اختلافونه وو.
د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې د مالي سرچینو برابرول او د فوسیلي سون توکو د کارونې کمول د غونډې له مهمو بحثونو څخه وو.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې مخکې یې د ځمکې د تودوخې زیاتوالی «دوکه» بللې وه، بیا واک ته له رسېدو وروسته په ۲۰۲۵ کال کې د پاریس د اقلیم له تړون څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کړ. دغه پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۷مه نافذه شوه.
د اقلیم د بدلون په اړه د دې غونډې له ناکامۍ سره، د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د ګډ اقدام او د اقلیمي ژمنو د عملي کولو په برخه کې اختلافونه یو ځل بیا څرګند شول.