په خوست کې ځايي اوسېدونکي او ډاکتران وايي ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر کلینیکونه مناسبې ودانۍ نلري او په ناوړو شرایطو کې په شخصي کورونو کې فعالیت کوي.
د شاوخوا ۱۱ دغو کلینیکونو مراجعه کوونکي وايي له ستونزو سره مخامخ دي.
د دغو کلینیکونو له جملې یو یې د غرشین په نوم روغتیايي مرکز د لټکو په سیمه کې په یوه کرايي کور کې جوړ شوی چې د روغتیاپالان وايي، د روغتیايي خدمتونو لپاره مناسب نه دی او ناروغان یې هم له زیاتو ستونزو څخه شکایت کوي.
د همدې کلینیک روغتیایي کارکوونکي وايي، چې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ ناروغان ورته مراجعه کوي، خو په شخصي کور کې ټول خدمات نه شي وړاندې کولای.
د دوی په خبره د مناسب ځای نه شتون د خدماتو پر څرنګوالي سربیره د طبي وسایلو او درملو پر خرابوالي هم منفي اغېز کړی دی.
د کلینیک آمر ډاکتر عبدالرزاق
د کلینیک آمر ډاکتر عبدالرزاق امریکا غږ ته وویل: "ستونزې بېحده زیاتې دي، پدې غیرې معیاري ځای کې ټولې ستونزې حلول کله ممکنه ده؟ پدې یوه OPD کې د ناروغانو کتل، نرسینګ او دا ټولې کله ممکنه ده، موږ دلته حتی د زیاتو ناروغانو په سبب حفظ الصحه هم نشو مراعتولای."
د سیمې اوسېدونکي له اړونده ادارو غواړې چې روغتیايي ستونزو ته پاملرنه وکړي.
د خوست اوسېدونکی حاجي صالح جان امریکا غږ ته وویل: "اړتیاوي مو زیاتې دي او تاسو ګورئ چې دلته صفايي ته پاملرنه نکیږي، اطاقونه یې کمزوري دي او کلک ضرورت لرو چې دې ته پاملرنه وشي او ستونزې پر وخت حل شي."
د خوست د عامې روغتیا چارواکي ددې کلینیکونو په برخه کې د ستونزو موجودیت مني، او ژمنه کوي چې په راتلونکې کې به یې تعمیراتې غوښتنو ته ته رسیدګي وکړي.
د خوست عامې روغتیا رئیس ډاکتر حاجي احمد مجاهد وویل: "موږ په خوست کې یولس کلنیکونه لرو چې هغه په شخصي ودانیو کې فعالیت کوي، موږ دا موضوع له وزارت مقام سره شریکه کړېده او انشاءالله دې کلینکونو ته به ودانۍ جووې کړو."
په خوست ولایت کې دغه ۱۱ کلینکونو په داسې حال کې په نامناسبو ودانیو کې فعالیت کوي، چې د خوست ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د شاوخوا یوولسو نورو کلینیکونو لپاره ودانۍ جوړې خو د څو کلونو په تېریدو لا هم نه دي فعالې شوي.