متحده ایالتونه چې له کاناډا او مکسیکو سره په ګډه د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د لوبو کوربه توب کوي، د یکشنبې په ورځ (می ۳۱مه) د سنیګال سره لومړنۍ تمریني لوبه کوي.
دا لوبه د شمالي کارولینا ایالت په شارلټ ښار کې کیږي. کوربه لوبډله به خپله دوهمه تمریني لوبه د جون په ۶مه د جرمني پر وړاندې د ایلینوی ایالت د شیکاګو په ښار کې وکړي.
د جام لوبې د جون په ۱۱مه پیلیږي.
متحدو ایالتونو ددغه ټورنمنټ لپاره په روانه اونۍ کې، د کپتان کریسټین پولیسیچ په مشرۍ خپله ۲۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د متحدو ایالتونو د ملي لوبډلې روزونکي ماوریسیو پوچیټینو د سه شنبې په ورځ (می ۲۶مه) یوې خبري غونډې ته وویل چې پر ټولو هغو لوبغاړو قوي اعتماد لري چې په وروستي نوملړ کې شامل شوي دي.
پوچیټینو وویل، "زه پر ټولو باور لرم. همدا وجه ده چې موږ هغوی انتخاب کړي دي. موږ باور لرو چې یو فوقالعاده ننداره به وړاندې کړو او ښه به ولوبېږو."
متحده ایالتونه به خپله لومړنۍ ګروپي لوبه د جون په ۱۲مه د پاراګوای پر وړاندې د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس په ښار کې ترسره کړي او دویمه ګروپي لوبه د اسټرالیا سره د جون په ۱۹مه په سیاټل کې، او دریمه لوبه یې د ترکیې سره د جون په ۲۵مه په لاس انجلس کې کیږي.
د ۲۰۲۶ کال د فیفا په نړیوال جام کې ۴۸ لوبډلې برخه اخلي. د ټولو ۱۰۴ لوبو څخه ۷۸ به یې د متحدو ایالتونو په ۱۱ بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي. ددې جام ۱۳ لوبې په کاناډا کې او ۱۳ نورې په مکسیکو کې کیږي.
د ۱۹۹۴ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د فوټبال نړیوال جام لوبې په متحدو ایالتونو کې کیږي.