په کولمبیا کې ویجاړونکې زلزله; امریکا د ملاتړ ډاډ ورکوي

د ولسمشر ټرمپ اداره وايي، په کولمبیا کې د زورورې زلزلې وضعیت له نږدې څاري او چمتو ده چې د کولمبیا له خلکو او د دغه هېواد د نوي ولسمشر، ابیلاردو دې لا اسپریېیا، د حکومت سره مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، متحده ایالتونه د ۷.۴ درجې زلزلې له امله له کولمبیا سره د مرستې لپاره چمتو دي. دغه زلزله د دوشنبې په ورځ د کولمبیا په لوېدیځ کې رامنځته شوه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت همدرانګه د کولمبیا د زلزله ځپلو سره د ۱۵.۵ ملیون ډالرو په ارزښت د سرپناوو، خوراکي موادو، خوندیتوب او د زلزلې د زیان ارزیابۍ په برخې کې د مرستو ژمنه وکړله.

د امریکا حکومت په کولمبیا کې له خپلو اتباعو هم غوښتي چې د بهرنیو چارو وزارت د «سمارټ ټراویلر اېنرولمنټ پروګرام» یا STEPـ له لارې خپل نومونه ثبت کړي او د وروستیو معلوماتو او امنیتي لارښوونو لپاره په بوګوټا کې د امریکا د سفارت رسمي معلوماتي سرچینې تعقیب کړي.

دې زلزلې پراخ زیانونه اړولي او د مړو شمېر په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دی.

د وروستیو رپوټونو له مخې، تر اوسه د لږ تر لږه ۱۷۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی. د ژغورنې ډلې لا هم د نړېدلو ودانیو له خاورو او کنډوالو څخه د ژوندي پاتې کسانو د موندلو هڅې کوي.

چارواکي وايي، کېدای شي د مړو شمېر نور هم زیات شي، ځکه بېړنۍ ډلې زیانمنو سیمو ته رسېږي او د کنډوالو لاندې د خلکو لټون کوي.

زلزله د دوشنبې په سهار وختي د کولمبیا په لوېدیځ کې د سان هوزې دېل پالمر ښارګوټي ته څېرمه رامنځته شوه. د ۷.۴ درجې د زلزلې ټکانونه د هېواد په پراخو سیمو او ګاونډیو سیمو کې هم احساس شول.

دغه ناورین یوازې څو ورځې وروسته له هغه رامنځته شو چې ولسمشر ابیلاردو دې لا اسپریېیا خپله دنده پیل کړه.

د هغه حکومت د ژغورنې او بیا رغونې د عملیاتو لپاره بېړني مرستندوی ځواکونه او امنیتي پرسونل ددې ناورین سره د مبارزې دپاره په کار ګمارلي دي.