د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی. له هغو اتو لوبډلو چې د یو پر څلورمه پایلوبه کې یې ځای موندلی و، اوس یوازې څلور لوبډلې پاتې دي او د شنبې په ورځ، د جولای په ۱۱مه، به د نیمهپایلوبې د دوو پاتې ځایونو لپاره سیالي وکړي.
هسپانیې او فرانسې تر دې وړاندې مراکش او بلجیم ته په ماتې ورکولو سره نیمهپایلوبې ته لار موندلې ده.
په دوو نورو یو پر څلورمه پایلوبو کې، چې د شنبې په ورځ ترسره کېږي، انګلستان له ناروې او ارجنټاین له سویس سره مخامخ کېږي.
د انګلستان او ناروې په لوبه کې به دواړه لوبډلې د بریا لپاره هڅه وکړي، خو د ناروې ایرلېنګ هالند او د انګلستان هري کین به هم هڅه وکړي چې د لا ډېرو ګولونو په وهلو سره د دې جام د غوره ګول وهونکو په جدول کې خپل مخکښ ځای وساتي.
هالند تر اوسه اووه ګولونه وهلي او هري کین د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د انګلستان لپاره شپږ ګولونه کړي دي.
انګلستان او ناروې تر اوسه ۱۲ ځله یو د بل پر وړاندې لوبېدلي دي. انګلستان په دغو سیالیو کې اووه بریاوې خپلې کړې، ناروې دوه ځله ګټلې او درې لوبې په مساوي پای ته رسېدلې دي.
د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه په ۱۹۳۷ کال کې ترسره شوه چې انګلستان پکې ناروې ته د شپږو پر وړاندې د صفر په پایله ماتې ورکړه.
د انګلستان پر وړاندې د ناروې تر ټولو مهمه بریا د ۱۹۸۲ نړیوال جام د غوراوي پړاو کې وه، کله چې ناروې په اسلو ښار کې انګلستان ته د ۲-۱ په پایله ماتې ورکړه. دا بریا لا هم د ناروې د فوټبال له تاریخي او یادګاري شیبو څخه ګڼل کېږي.
خو د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې دواړو لوبډلو د پیاوړو سیالانو په ماتولو سره یو پر څلورمه پایلوبه ته لاره موندلې ده. ناروې په دې پړاو کې برازیل ته هم ماتې ورکړې ده.
د ارجنټاین او سویس د مخامخ سیالیو تاریخ ۱۹۶۶ کال ته رسېږي، هغه مهال چې ارجنټاین په خپلې لومړۍ لوبه کې سویس ته د ۲-۱ په پایله ماتې ورکړه.
دغه دواړه لوبډلې تر اوسه اووه ځله یو د بل پر وړاندې درېدلې دي. ارجنټاین پنځه لوبې ګټلې او دوه نورې په مساوي پای ته رسېدلې دي.
اوس به وکتل شي چې ایا سویس به وکولای شي د ارجنټاین پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړي، که به ارجنټاین یو ځل بیا نیمهپایلوبې ته لاره ومومي.
د نړیوال جام نیمهپایلوبې به د جولای په ۱۴مه د فرانسې او هسپانیې ترمنځ، او د جولای په ۱۵مه د شنبې د ورځې د دوو لوبو د ګټونکو ترمنځ ترسره شي.
د دې نړیوال جام پایلوبه به د جولای په ۱۹مه د نیویارک ایالت د نیویارک–نیو جرسي په لوبغالي کې ترسره شي.