په بدخشان کې د نښتو په اړه د ډله‌ییز امنیتي تړون د سازمان اندېښنه

د تاجیکستان او افغانستان سرحد

د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان وايي چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په یو شمېر سیمو، په ځانګړي ډول له تاجکستان سره په پولې پر پرتو سیمو کې، لا هم بې‌ثباتي روانه ده.

د دې سازمان عمومي منشي، طلعت بیک ماسادیکوف، په افغانستان کې د وضعیت په اړه د اندېښه څرګنده کړې ده.

د تاجکستان حکومت هم د افغانستان په بدخشان ولایت کې د وروستیو نښتو په اعتراض کې د طالبانو حکومت ته اعتراض‌لیک استولی او ویلي یې دي چې په دغو جګړو کې په تاجکستان کې کورونو ته زیان رسېدلی دی. تاجکستان دغه پېښه د «نړیوالو قوانینو سرغړونه» بللې ده.

له څو ورځو راهیسې د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح تر قوماندې لاندې کسانو او د طالبانو د دفاع وزارت د ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې وې. وروسته د افغانستان کورنیو رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح په بدخشان ولایت کې له طالب ځواکونو سره له څو ورځو نښتو وروسته تسلیم شوی دی.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، جمعه خان فاتح د بدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د ادارې د ځواکونو له خوا نیول شوی او د دغه ولایت مرکز، فیض‌اباد، ته انتقال شوی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول دا موضوع نه ده تایید کړې، خو د طالبانو ځینو غړو یا پلویانو او له طالبانو سره نږدې رسنیو دا موضوع تایید کړې ده.

بدخشان په وروستیو اوونیو کې د ناامنۍ او وسله‌والو تاوتریخوالو د زیاتېدو شاهد و. له یوې خوا د طالبانو د ځواکونو او د جمعه خان فاتح د کسانو ترمنځ نښتې شوې او له بلې خوا د طالبانو د مخالفو ډلو فعالیتونه هم زیات شوي دي.

سره له دې چې په بدخشان کې د جګړو او ناامنۍ په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې وروستیو کې له «ایراف» خبري شبکې سره په مرکه کې په بدخشان کې ناامني رد کړې او ویلي یې دي چې دغه ولایت امن دی او هلته هېڅ ستونزه نشته.

مجاهد په دې مرکه کې فاتح «ډېر پیاوړی قوماندان» بللی او د طالبانو پر ضد د هغه د وسله‌وال پاڅون اړوند راپورونه یې «د دښمن تبلیغات» بللي دي.