د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان په بدخشان کې د شخړو له کبله د 'طالبانو حکومت ته اعتراض' کړی

د افغانستان او تاجیکستان سرحدي سیمې
د افغانستان او تاجیکستان سرحدي سیمې

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت د بدخشان په ولایت کې د شخړو په اړه د طالبانو حکومت ته رسمي یادښت استولی دی او له دې کبله یې ورته خپل اعتراض څرګند کړی دی.

په یادښت کې ویل شوي چې د دغو شخړو له کبله د تاجیکستان هوايي حریم مات شوی، د استوګنو سیمو ته یې زیان رسېدلی او یو وګړی یې وژل شوی دی.

په دغې اعلامیې کې چې یوه کاپي یې د ازادۍ راډیو ته رسېدلې ده، ویل شوي: "د تاجیکستان سرحد ته نږدې وسله والو شخړو د دغو سرحدي سیمو امنیت ګواښلی دی او نړیوال قوانین یې مات کړي دي."

په یادښت کې د طالبانو له حکومت څخه غوښتل شوي دي، چې د تاجیکستان سرحدونو ته درناوی وکړي او په اینده کې د دا ډول سرغړونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د تاجیکستان ځينو رسنیو راپور ورکړی دی چې له افغانستان څخه په یو توغول شوي توغندي کې د هغه هېواد د دروازدشتک په سیمه کې یوه ښځه وژل شوې دي.

د طالبانو حکومت لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له څو ورځو راهېسې په بدخشان کې د یو سیمه ایز قومندان جمعه خان فاتح او طالبانو د ځواکونو ترمنځ د شخړو او دواړو خواو ته درانه زیانونونو د اوښتو راپورونه ورکول کېږي.

په یو تازه خبر کې د طالبانو حکومت په بدخشان کې د یو څرخي الوتکې د غورځېدو خبر ورکړی دی. طالبان وايي چې الوتکې د برېښنا له یوې پايي سره ټکر کړی او غورځېدلې ده، خو ځېنې راپورونه وايي چې دا الوتکه وېشتل شوې ده.

په همدې حال کې تېره ورځ د بدخشان په مرکز فیض اباد کې په یوې چاودنې کې د طالبانو ښاروال عبدالرحمن منصور ووژل شو.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG