د ملګرو ملتونو د اقلیم غونډه د یکشنبې په ورځ [نومبر ۲۲مه] له ناکامۍ سره مخ شوه ځکه چې اروپايي ټولنې او د کاپ۳۱ (COP31) نورو مشرانو د ترکیې او اسټرالیا لخوا وړاندې شوی تړون رد کړ او ویې ویل چې مسوده د نړیوالې تودوخې پر وړاندې د مبارزې د پرمخ بیولو لپاره خورا کمزورې ده.
دا ناکامې خبرې اترې په ټولې نړۍ کې د حکومتونو هغه هڅې منعکسوي چې غواړي د ګرمو څپو، ځنګلي اورونو، سېلابونو او سختو طوفانونو په څېر د اقلیم د بدلون د خرابېدونکو پایلو سره د مقابلې لپاره کلک اقدام وکړي.
مذاکرات له دوو اونیو څخه واوښتل او د دوو ورځو لپاره وغځول شول خو بیا هم کومه هوکړه ترلاسه نه شوه.
د مذاکراتو ترکي مرکچي مراد کوروم برخه والو ته وویل چې "د کولو لپاره نور څه نشته. موږ هر څه وکړل چې کولی مو شول". مراد زیاته کړه چې هغه به کوم نوی متن وړاندې نه کړي.
لدې سره سره چې د هېوادونو استازو ویناوې کولې، مراد د غونډې له ځایه ووت.
اسټرالیايي مرکچي کریس بوون وویل چې پایله "ډېره ناهیلې کوونکې" ده او د فوسیلي سونګ توکو او د اقلیم د تمویلولو په اړه اختلافاتو د هوکړې په وړاندې خنډ جوړ کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم ناهیلی شوی دی. ګوتېرېش وویل: "زه د ټولو هغو کسانو ژوره ناهیلي شریکوم چې تمه یې درلوده حکومتونه به د اقلیمي بحران د غوښتنو سره سم عمل وکړي."
کله چې په ۲۰۱۵ کال کې هېوادونو د پاریس اقلیمي تړون لاسلیک کړ نو هوډ څرګند شو چې د سانتي ګراد په کچه به د تودوخې لوړوالی تر ۱.۵ درجو (۲.۷ فارنهایټ) پورې محدود کړي خو اټکلونو وښودله چې موجوده پالیسۍ نړۍ په دې پېړۍ کې د سانتي ګراد په کچه شاوخوا ۴ درجې (۷.۲ فارنهایټ) تودوخي خوا ته بیايي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې لومړۍ کارې دورې کې د ۲۰۱۷ کال د جون په لومړۍ نېټه د پاریس د اقلیمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ.
همدارنګه، ولسمشر ټرمپ د اقلیمي بدلون له امله عامې روغتیا ته د ګواښونو رامنځته کېدل یوه "دوکه" بللې ده.
د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې ادارې ومنله چې نړیواله تودوخه به د سانتي ګراد په کچه د ۱.۵ درجې څخه واړوي او د ساینسپوهانو په وینا دا به د سختو موسمي اغیزو شدت زیات کړي.