پير محمد کاروان چې د پښتو ژبې د یو خاص سبک لرونکی او مخکښ شاعر بلل کیږي، په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته یو شمېر شعرونه لیکلي او ویلي دي.
ښاغلي کاروان د امریکا غږ اشنا ته وویل چې غواړي کرکټ او هېواد ته د شعر لیکلو له لارې خپلو هېوادالو ته نوي هيلې او امیدونه ور وبخښي، د تاوتریخوالي او ناامنیو ګردونه يې له ذهن څخه وتراشي.
ښاغلی کاروان وايي چې کرکټ يې لکه معشوقه داسې دی " کرکټ راباندې ګران دی؛ د دې وطن دردمندو خلکو ته يې خندا او خوشحالي بخښلې، زموږ په زړونو کې يې یوالي، اتفاق او امیدونو ډیوه بله کړې ده، خدای دې وکړي چې کرکټ په افغانستان کې د امن سمبول شي، دې وطن کې هسې هم بله خوشحالي نشته."
پېر محمد کاروان ته کرکټ د یوې داسې ښکلې ناوې په څېر ده، چې په ورتلو يې د خسرګنۍ کور بختور او ټول ژوند یې بدل شي "کرکټ یوه بختوره ناوې ده چې د افغانانو کور ته راغلی چې انشاالله افغانان به پرې بختور او نیکمرغه شي."
ښاغلی کاروان وايي لوبې دي چې د ولسونو په زړونو کې يې هیلي ټوکوي او د نا امیدۍ ژرړې او ریخي له بیخه باسي.
کرکټ ته د ښاغلي کاروان لیکل شوي شعرونه د هېواد وتليو سندرغاړو ویلي دي؛ تر ټولو وروستی شعر يې ښاپېرۍ نغمې په خپل ښکلي غږ کې سندره کړی:
وي د سولې موسم، شين د امن اسمان
وي په شرنګ، په غورځنګ د شپږیزې میدان
وي دې تل خوشحالي، په وطن د افغان
وي دې تل خوشحالي، په وطن د افغان
له ښاغلي کاروان سره د امریکا غږ د خبریالانو جعفر هاند او مطیع الله عابد ګډه مرکه همدلته واورئ؛ مرکه د نغمې په غږ کې په همدغه شعر پیلیږي:
Your browser doesn’t support HTML5